لښکرګاه (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۴): د هلمند سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې پنځه تنه انسانتښتوونکي نیول شوي او یو تن یې له منګولو ژغورل شوی دی.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد پژواک خبري آژانس ته وویل، یاد کسان د باغران ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې، د نوزاد ولسوالۍ له پولو سره نږدې سیمه کې نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې نیول شویو انسانتښتوونکو له شمالي وزیرستانه یو تن تښتولی و، له کورنۍ یې د ۷۰ میلیونه کلدارو غوښتنه کوله او وروسته یې نوموړی د هلمند باغران ولسوالۍ ته را انتقال کړی و.
راشد وویل، له دغو کسانو څخه تښتوول شوی کس ژغورل شوی دی.
ده وویل، له نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشنکوف او یو میل تومانچه هم ترلاسه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP