Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سراج‌الدین حقاني په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه وشوه

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه‌ سراج‌الدین حقاني د دغه وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې ویلي چې پولیس باید د خلکو هوساینه او د هغوی د امنیت خوندیتوب د خپل مسوولیت لومړیتوب وګڼي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه غونډه د یاد وزارت ‎د غونډو په تالار کې د خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ وشوه.

حقاني ویلي: «موږ او تاسې د ولس د خادمانو په حیث د خپلو خلکو د خدمت لپاره توظیف کړل شوي یو.»

هغه د کورنیو چارو وزارت پولیسو او منسوبینو ته ویلي چې باید د ولس هوساینه او د هغوی د امنیت ساتنه د خپل مسؤولیت لومړیتوب وګڼي.

د ده په وینا، پولیس باید ډېره هڅه وکړي چې له ولس سره په مثبت تعامل او له هغوى سره په همغږۍ خپل مکلفیت په ښه ډول سر ته ورسوي.

قانع لیکلي چې د حقاني تر وینا وروسته د وزارت مرستیالانو او لویو رئیسانو د وزارت په امنیتي، اداري او خدماتي موضوعاتو خبرې وکړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.