کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۴): د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون پرېکړه کړې چې د راه فردا ټلوېزیون فعالیتونه دې د دغه ټلوېزیون د کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې په تړاو د محکمې تر پرېکړې وځنډول شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د راه فردا ټلوېزیون د خبریالانو او کارکوونکو پرلهپسې شکایتونو – چې ګواکې د یاد ټلوېزيون د ادارې له خوا يې د څو کلونو معاشونه او امتیازات نه دي ورکړل شوي- وڅېړل شول.
په اعلامیه کې راغلي، د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون له خوا د ستونزو د حل په موخه څو ځلې د یاد ټلوېزيون مسوولين ورغوښتل شوي او د کارکوونکو د معاشاتو او امتيازاتو د ستونزو د حل سپارښتنې ورته شوې خو تر اوسه د دوی له خوا یادې موضوع ته رسېدنه نه ده شوې.
سرچینه زیاتوي، له دې امله چې د دغه ټلوېزیون له کارکوونکو سره ځیني وختونه ګواښوونکی چلند هم شوی، کمېسیون پرېکړه وکړه چې د جانبينو موضوع به د حل په موخه محکمې ته وړاندې کړي او د رسنیزو اصولو او قوانینو له مخې د محکمې تر پرېکړې پورې دې د راه فردا ټلوېزیون فعالیتونه وځنډېږي.
راه فردا ټلوېزیون یو خصوصي ټلوېزیون دی چې په ۱۳۸۶ کال کې یې کار پیل کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP