Language

ننګرهار کې د نږدې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا بند جوړېږي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د نږدې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا بند جوړېږي.

د یادې پروژې مسوول انجنیر صفت‌الله فضلي وایي چې دا پروژه د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي ملاتړ پلې کېږي چې ټولیز لګښت یې نږدې ۱۴ میلیونه افغانۍ ده.

نوموړی زیاتوي، په پروژه کې به د ۸۰ کیلوواټه ظرفیت لرونکې ډینمو، د ۲۰۰ او ۲۵ کیلوواټه ظرفیت ۱۱ ترانسفرمرونه، د ۱۲۰ زړو پایو ترمیم، د ۱۰۰ نوو پایو درول او د ۸۰ متره محافظوي دیوال جوړول شامل وي.

فضلي وايي چې د دې پروژې چارې به په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې شي او له بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۱۱۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.