مزارشریف (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۴): د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې د یوې دوولس کلنې نجلۍ د اجباري نکاح مخنیوی کړی او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر فیضمحمد فیضي رسنیو ته په یوه استول شوي ویډيوي پيغام کې ویلي، د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د یوې دوولس کلنې نجلۍ د اجباري نکاح – چې یوه د پاخه عمر واده شوي سړي ته په نکاح کېده – مخه نیول شوې ده.
هغه ویلي، د قضیې په تړاو یې د یادې نجلۍ پلندر او هغه کس چې ورته په نکاح کېده، نیول شوي او دوسیه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې ده.
دغه راز، یاده نجلۍ چې نه غواړي نوم یې خپور شي ویلي، یتیمه ده او د پلندر له لوري د دې له خبرولو پرته په زوره یوه د پاخه عمر واده شوي سړي ته ورکړل شوې وه.
د یادې نجلۍ پلندر طاهر ویلي، نجلۍ یوه میاشتنۍ وه چې له پلاره ورته یتیمه پاتې وه چې شاوخوا دیارلس کاله یې ساتلې او اوس یې د فیضالله په نوم کس ته په نکاح کړې ده.
طاهر وايي، نجلۍ لومړیو کې رضایت ښودلی و خو اوس له دغې نکاح راضي نه ده.
ورته مهال، د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمدعیسي وثیق پژواک خبري اژانس ته وویل: «د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي فیضالله چې یاده نجلۍ ورته په نکاح شوې وه، قوماندانۍ ته عارض شوی و چې نجلۍ ورته نه سپارل کېږي خو د قضیې تر څېړلو وروسته څرګنده شوه چې نجلۍ کمعمره او د هغې له رضایت پرته یاد کس ته نکاح شوې وه، نو ځکه د دغې نکاح مخه ونیول شوه.»
د یادونې چې له دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د کمعمره نجونو د نکاح کولو مخنیوی شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP