Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې له پاکستانه راوړل شوي سلګونه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي

خوست‌ښار (پژواک، ۲۹ غويی ۱۴۰۴): خوست کې سیمه‌ييز مسوولین وايي چې د دغه ولايت په ګمرک کې له پاکستانه راوړل شوي سلګونه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي دي.

د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه چاودېدونکي توکي چې له پاکستانه راوړل شوي وو، تېره ورځ په غلام‌خان بندر کې د ګمرک مسوولينو نيولي دي.

ګربز زیاته کړه چې په دغو چاودېدونکو توکو کې چې په يو باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو، ۲۷۰ کيلوګرامه باروت، سل کڅوړې ثانيه‌سوز، ۳۶ قطي پټاکۍ او نور چاودېدونکي توکي شامل دي.

هغه زياته کړه چې دغه چاودېدونکي توکي په ډېر ماهرانه ډول د ګلګل په بېلرونو کې ځای پر ځای شوي وو.

د نوموړي په وينا، د يادو توکو په تور نيول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي، خو ویې نه ویل چې څو کسان نیول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.