منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:38 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

لغمان کې د واده مراسمو پرمهال شخړه کې یو کس وژل شوی

· 1 دقیقه لوستل · 425 کتنې

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۴): د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د یوه واده د مراسمو پرمهال د شخړې له امله یو کس وژل شوی او په تړاو یې درې کسان نیول شوي دي.

د لغمان د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د مهترلام ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند په «بابا صیب کمپ» سیمه کې شوې ده.

سرچينې لیکلي چې پېښه د یوه واده په مراسمو کې له لفظي شخړې وروسته را منځته ته شوې چې له امله یې د عباس په نوم یو ځوان وژل شوی دی.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمې ته رسېدلي او درې کسان یې له درې میله کلاشینکفونو سره نیولي دي.

سرچينې زیاته کړې چې نیول شوي کسان به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.