کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۴): د ملي دفاع وزارت پر کابل او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه د دواړو هېوادونو په تاریخ کې بېساری او له تاوتریخوالي ډک اقدام بللی او ویلي یې دي چې «که له دې اقداماتو وروسته وضعیت هرڅومره ترینګلی کېږي، عواقب به یې د پاکستان پوځ ته راجع وي.»
ملي دفاع وزارت نن پر خپله ایکسپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «یو ځل بیا پاکستان د افغانستان هوايي حریم نقض کړ، ډېورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیکا په مرغی ساحه کې یې په یوه ملکي بازار بمبار وکړ او د کابل پلازمینې قلمرو یې هم نقض کړ.»
دغه وزارت څرګنده کړې: «دا د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بېساری، له تشدده ډک او کرغېړن اقدام دی. موږ د افغانستان په حریم دا تجاوز په تر ټولو کلکو ټکو غندو او د خپل حریم څخه دفاع زموږ حق ده.»
سرچینې دغهراز ویلي چې ««که له دې اقداماتو وروسته وضعیت هرڅومره ترینګلی کېږي، عواقب به یې د پاکستان پوځ ته راجع وي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه په کابل ښار کې چاودنه وشوه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له چاودنې وروسته په خپله اېکسپاڼه کې ولیکل چې کابل ښار کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
نوموړي ویلي وو چې په دې اړه پلټنې روانې دي او تراوسه د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
دغهراز، سیمهییزو سرچینو ویلي چې تېره شپه پاکستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ مرغی بازار بمبار کړی چې له امله یې درې هټۍ سوځېدلې خو ځانې تلفات نه لري.
له بلې خوا، د جیو نیوز د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري په کابل کې د تېرې شپې د چاودنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې پرته له دې چې ډېر جزئیات ورکړي، ویلي دي چې: «د پاکستان د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.»
هغه ادعا کړې: «افغانستان د تروریزم د یوې اډې په توګه د پاکستان پر ضد کارول کېږي، داسې شواهد او اسناد شته چې دا خبره ثابتوي.»
هغه زیاته کړې: «افغانستان زموږ ورور اسلامي هېواد دی او له دوی څخه زموږ غوښتنه یوازې داده چې اجازه ورنه کړي څو افغانستان د تروریستانو په پټنځای بدل شي.»
نوموړي دغهراز ویلي: «تروریستي اقدامات په افغانستان کې د حاضرو هندي عواملو له لوري ترسره شوي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې اسلامي امارت دغه ډول ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې هېڅکله به هېچاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکاروي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP