ژبه

ملګري ملتونه: تېرو څلورو ورځو کې پر افغانستان د پاکستان بریدونو کې ۱۲۳ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند د یوناما له قوله ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې څخه د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونو کې ۳۴ ملکي وګړي شهیدان او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په دغو ملکي وګړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او دا شمېرې لا هم لومړنۍ دي.

هغه څرګنده کړې چې یوناما په افغانستان کې د پاکستان د بریدونو له امله د ملکي تلفاتو د پېښو مستندسازي ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړې چې د نښتو له امله په سرحدي سیمه کې د تګ راتګ محدودیتونو د بشري مرستو د بنسټونو او د هغوی د همکارانو وړتیا کمه کړې څو په زیانمنو سیمو کې ژغورونکې او نورې مرستې ورسوي.

هغه ټینګار کړی چې دغه وضعیت له پاکستانه راستنېدونکي افغانان لا زیانمن کړي دي.

دوجاریک همدارنګه ویلي چې له ایرانه افغانستان ته د راستنېدونکو کسانو د شمېر زیاتېدو احتمال هم شته.