ژبه

د افغانستان د هندبال دوې لوبډلې بنګله‌دېش ته ولاړې

هجرت‌الله کاکړ

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۷

Views: ۶

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د هېواد د هندبال له ۱۸ کلنو او ۲۰ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې د «جنوبي اسیا چلنج کپ» سیالیو کې د ګډون لپاره بنګله‌دېش ته ولاړې.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو لوبډلو کې ۱۴ لوبغاړي د ۲۰ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې او ۱۴ نور د ۱۸ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې غړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، له یادو لوبډلو سره څلور روزونکي، یو پلاوی او یو لوبڅار هم ملتیا کوي.

یاد ریاست لیکلي چې دغه سیالۍ د بنګله‌دېش په کوربه‌توب د جنوبي اسیا د لسو هېوادونو ترمنځ د روانې جون میاشتې له ۱۰مې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره کېږي.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، د جون په لسمه به د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره لوبډله خپله لومړۍ لوبه له بنګله‌دېش سره وکړي او د ۱۸ کلنو کم‌عمره لوبډله به بیا خپله لومړۍ لوبه له مالدیف سره ترسره کړي.