ژبه

مظفراباد ته نږدې د پاکستان د پوځي چورلکې لوېدو پېښه؛ ټول سپاره کسان وژل شوي

احمد صهیب حسرت

۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۳:۵۱

Views: ۲۱

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵)د راپورونو له مخې، د پاکستان یوه پوځي چورلکه د دغه هېواد تر ادارې لاندې کشمیر د مرکز مظفراباد ښار ته نږدې لوېدلې او ټول سپاره کسان یې وژل شوي دي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې تر اوسه د سپرو کسانو د شمېر، د چورلکې د لوېدو د علت او د چورلکې د ډول په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

پوځي چارواکو ویلي، د دې پېښې د څرنګوالي معلومولو لپاره پلټنې پیل شوې او نور معلومات به د څېړنو له بشپړېدو وروسته له رسنیو سره شریک شي.

مظفراباد، چې د پاکستان تر ادارې لاندې د کشمیر مرکز دی، یوه غرنۍ سیمه ده چې پوځي او ترانسپورتي الوتنې په کې په منظم ډول ترسره کېږي