ژبه

هلمند کې ترافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي

امين سمسور

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۶:۲۱

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د ۲۱۵ عزم قول‌اردو وایي چې د هلمند د واشير ولسوالۍ په ښوراب سیمه کې د کندهار – هرات پر لويه لار د یوه بس او ټېلر موټر ترمنځ د ټکر له امله پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۱۵ عزم قول‌اردو مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه نن (جمعه) د واشير ولسوالۍ اړوند د شوراب په سیمه کې د کندهار – هرات پر لویه لار شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ښوراب ساحوي روغتون طبي ډلې د روغتون د قوماندان الحاج ډاکټر نعمت‌الله امین په مشرۍ ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د ښوراب ساحوي روغتون د قوماندان په وینا، ټولو ۱۶ ټپیانو ته اړین روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د پېښې له ځایه د پنځو کسانو جسدونه هم ښوراب ساحوي روغتون ته لېږدول شوي، خو د پېښې د لامل او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.