ژبه

د څلورو وزارتونو او سترې محکمې د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور

هجرت‌الله کاکړ

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵:۴۱

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۵): د ا.ا ویاند نن د سترې محکمې، ارشاد، حج او اوقافو، عدلیې، اطلاعاتو او فرهنګ، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو او امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارتونو د ۱۴۴۷ هجري قمري کال مهمې لاسته‌راوړنې او فعالیتونه وړاندې کړل.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» برنامې له لارې د هرې ادارې فعالیتونه په ځانګړي ډول تشریح کړل چې په لاندې ډول دي:

د راپور بشپړ متن

ستره محکمه

الف: د محکمو د تشکیل برخه کې

اوس‌مهال په ټول هېواد کې د ځمکو د غصب د مخنیوي ۴ ځانګړې محکمې، په کابل کې د نشه‌يي توکو اړوندو قضیو لپاره ځانګړې ابتدائیه محکمه، ۶ استیناف «مرافعه» نظامي محکمې، ۸ ابتدائیه نظامي محکمې او د استیناف او تمیز په محکمو کې د نظامي مسوولینو ځانګړی دیوان فعالیت لري.

همدارنګه، د دولتي کارکوونکو د تقاعدي حقوقو د قضیو محکمه، د اداري فساد قضیو ته د رسېدنې محکمه او د غایبو اشخاصو د ملکیتونو د ارزونې نظامي محکمه هم رامنځته شوې او خپل فعالیت یې پیل کړی دی. سربېره پر دې، د تېرې ادارې د نه تطبیق شوو پرېکړو د ارزونې ځانګړې محکمې د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې فعالې دي او د خلکو ګڼو ستونزو ته یې رسېدنه کړې ده.

د قضیو د چټکې څېړنې لپاره ابتدائیه محکمې مکلفې شوې دي چې دوسیې تر یوې نیمې میاشتې او مرافعه او تمیز محکمې تر یوې میاشتې پورې فیصله کړي. د دغه حکم عملي کېدو د قضیو د څېړنې بهیر ګړندی کړی او د خلکو رضایت یې زیات کړی دی.

ب: د قضیو د څېړنې او فیصلې برخه کې

د راټولو شوو شمېرو له مخې، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د هېواد په ابتدائیه، مرافعه، تمیز او ځانګړو محکمو کې ټولټال ۲۶۲ زره او ۹۳۷ قضیو ته رسېدنه شوې ده.

سترې محکمې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې ۶ زره او ۴۳۱ قضایي او اداري موضوعاتو ته، چې جزایي، مدني، سوداګریزې، کورنۍ او شکایتي قضیې پکې شاملې دي، رسېدنه کړې او د بېلابېلو ادارو له لوري د استول شوو ۶۷ استفتاوو په اړه یې د شریعت او حنفي فقهې پر بنسټ شرعي ځوابونه وړاندې کړي دي.

همدارنګه، قضیو ته د رسېدنې د بهیر د چټکتیا او د خلکو د رضایت د زیاتوالي په موخه، ۷۱ زره او ۶۷۴ حقوقي دعوې د سولې او ابراء له لارې حل او فصل شوې دي چې د شخړو په سوله‌ییز حل کې یې مهم رول لوبولی دی.

ج: د وثایقو برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د هېواد د محکمو له خوا صادر شوي ۱۶۰ زره او ۳۴۶ بېلابېل شرعي وثایق اجرا او په اړوند ډېټابېس کې ثبت شوي دي. همدارنګه، د نشه‌يي توکو د مخنیوي او له هغو سره د مبارزې برخه کې ۱۷ زره او ۶۴۲ قضیو ته رسېدنه شوې ده.

د دې ترڅنګ، کار اهل کار ته د سپارلو او د قضایي چارو د لا ښه‌والي په موخه له ۱۷۲۰ علماوو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې اوس مهال د یادو کسانو له ډلې څخه بریالي شوي علما کرام د سترې محکمې اړوند د قضایي تعلیماتو په ریاست کې په قضایي زده‌کړو بوخت دي.

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د کوچني اختر په مناسبت او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم له مخې، ۹ زره او ۳ بندیان خوشي شوي یا یې د بند موده کمه شوې ده.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت

الف: د جوماتونو برخه کې

د وزارت په پلان کې د ۱۴۷ جوماتونو جوړول او د ۴۴ جوماتونو ترمیم او بیارغونه شامله وه چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د ۴۴ جوماتونو جوړولو او د ۲۸ جوماتونو د ترمیم او بیارغونې چارې بشپړې شوې دي. همدارنګه، د ۱۰۳ نورو جوماتونو جوړولو او د ۱۶ جوماتونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي.

ب: د حج او عمرې برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې ۳۰ زره حاجیانو ته د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته د تګ زمینه برابره شوې ده. همدارنګه، د حج او عمرې ۱۰۸ شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي او ۷۹ زره او ۳۷ عمره‌کوونکي سعودي عربستان ته لېږل شوي دي.

ج: د فتوا برخه کې

په یاد کال کې د حنفي فقهې د اصولو او قواعدو پر بنسټ، د بېلابېلو شرعي موضوعاتو په اړه ۲۲۸ لیکلې فتاوې او ۴۰۰ شفاهي فتاوې او شرعي مشورې صادرې شوې دي.

د: د ښوونې او روزنې برخه کې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د شعبان‌المعظم او رمضان المبارک میاشتو کې د هېواد په ۴۱۱ تعلیمي مرکزونو کې د قران‌کریم د ژباړې او تفسیر روزنیزې دورې دایرې کړې دي. همدارنګه، په همدې موده کې د ورځنیو اړتیاوو له مخې د دیني او ټولنیزو بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۵۲ د جمعې خطبې د دغه وزارت له لوري ترتیب او د خطیبانو له لارې خلکو ته وړاندې شوې دي.

د عدلیې وزارت

الف: د تقنیني اسنادو برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې ۱۳۷ تقنیني سندونه طرحه، تسوید، تدقیق، فقهي تخریج او هر اړخیزه ارزول شوي دي. همدارنګه، د رسمي جریدې له لارې ۲۴ عنوانه تقنیني اسناد چې قوانین، اصولنامې، فرمانونه، طرزالعملونه او ضمیمې پکې شاملې دي، چاپ، خپاره او وېشل شوي دي.

په همدې موده کې د ۳۱ میثاقونو، پروتوکولونو، مسودو، معاهداتو، هوکړه‌لیکونو او نړۍوالو قراردادونو په اړه حقوقي نظر وړاندې شوی دی.

د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا او د قانون‌جوړونې د بهیر د ښه‌والي لپاره، د اسلامي امارت د مشرتابه ۳۰ زره جلده فرمانونه، احکام او لارښوونې او همدارنګه ۴۰۰ زره جلده د قوانینو ټولګه چاپ، خپاره او وېشل شوي دي.

ب: د اسلامي امارت د حقوقو او ګټو د دفاع برخه کې

د عدلیې وزارت د امارتي او عامه شتمنیو د ساتنې په موخه په محکمو کې د اسلامي امارت په استازیتوب له دغو شتمنیو دفاع کړې ده. د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، د عدلیې وزارت د امارت قضایاوو ادارې، چې د عامه شتمنیو د دفاع مسوولیت پر غاړه لري، د خپلو پرله‌پسې حقوقي هڅو په پایله کې د پام وړ لاسته‌راوړنې لرلې دي.

یادې ادارې د منقولو او غیرمنقولو شتمنیو اړوند له ۶ زرو زیاتو قضیو کې د اسلامي امارت له حقوقو دفاع کړې چې په پایله کې یې له ۴۴ زره جریبه زیاته ځمکه، ۱۷۱ دوکانونه، ۸ ودانۍ، له یو میلیارد او ۵۶ میلیونه زیاتې افغانۍ او له ۳.۳  میلیونه زیات امریکایي ډالر د اسلامي امارت په ګټه فیصله شوي دي.

ج: د جوازونو برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې ۳۴۷ مدافع وکیلانو ته جوازونه ورکړل شوي او ۱۸۵۵ جوازونه تمدید شوي دي.

همدارنګه، په مرکز کې پر ۸۳۰ او په ولایتونو کې پر ۵۳۰ وکیلانو څارنه شوې چې په پایله کې یې ۹۲ وکیلان تعلیق شوي او د مدافع وکیلانو ۱۶۴ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده.

په همدې موده کې د مدافع وکالت د ۱۲۵۰ غوښتونکو لپاره د شمولیت دوه ازموینې هم ترسره شوې دي.

سربېره پر دې، ۷۰۴۹ د معاملاتو د لارښوونې، ۲۶۰ د دلالانو جوازونه، ۴۰۰۸ د عریضه‌لیکونکو جوازونه او ۳۱ د رسمي اسنادو د ژباړې جوازونه هم نوي شوي دي.

ج: د حقوقي خدمتونو او مرستو برخه کې

بې‌وزلو، مظلومو او متهمینو ته د وړیا حقوقي مرستو او حقوقي مشورو وړاندې کول د عدلیې وزارت له مهمو دندو دي. دغه وزارت د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې ۴۳۲۰ بې‌وزلو متهمینو دوسیې تعقیب کړې او د هغوی د حقوقو د دفاع په موخه یې د محکمو په ۱۹۴۸ قضایي غونډو کې ګډون کړی دی.

سربېره پر دې، دغه وزارت ۱۸۹۶ هېوادوالو ته چې ښځې او نارینه دواړه پکې شامل دي، د جزایي او مدني قضیو په اړه وړیا حقوقي مشورې هم وړاندې کړې دي.

همدارنګه، دغه وزارت په ټول هېواد کې په ښوونځیو، مدرسو، زندانونو او ټولنیزو ځایونو کې د ۱۹۷۹ حقوقي عامه‌پوهاوي پروګرامونو په ترسره کولو سره شاوخوا ۶۳۰ زره هېوادوالو، چې نارینه، ښځې او ماشومان پکې شامل دي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرمانونو، د اسلامي روحیې پر بنسټ د ماشومانو د روزنې، د مظلومینو او متهمینو د حقوقو، د ځمکو د غصب د مخنیوي او نورو مهمو حقوقي او شرعي موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړی دی.

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون مهمې لاسته‌راوړنې

الف: د ځمکو د تثبیت او استرداد برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې په ټول هېواد کې له دوه میلیونه او ۴۴ زره جریبه زیاتې امارتي او وقفي غصب شوې ځمکې تثبیت شوې دي. همدارنګه، په همدغه کال کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له لارې د ۹۴۹ زره او ۶۶۴ جریبه امارتي او وقفي غصب شوو ځمکو په اړه ۲۷۶ د استرداد پرېکړې صادرې شوې دي.

همدارنګه، د ۳۳ ښارګوټو په اړه د استرداد پرېکړې صادرې شوې او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې، دغه موضوعات د نورو قانوني پړاوونو د بشپړولو لپاره د امارتي، عامه څرځایونو او وقفي غصب شوو ځمکو د قضیو ځانګړو محکمو ته راجع شوي دي. سربېره پر دې، د متصرفینو د نه قناعت له امله د ځمکو د غصب ۱۱۹ نورې قضیې هم ځانګړو محکمو ته سپارل شوې دي.

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت

الف: د معروف د اقامې برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د نېکیو دودولو، له بدیو د مخنیوي او د ټولنې د اصلاح په موخه په ټول هېواد کې په هوټلونو، د ودونو په تالارونو، تفریحي ځایونو، تعلیمي مرکزونو، تعلیمي او تحصیلي بنسټونو، جوماتونو، امارتي او غیرامارتي ادارو او نظامي مرکزونو کې په دوامداره توګه اصلاحي ویناوې وړاندې او اصلاحي غونډې ترسره شوې دي.

همدارنګه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان د احکامو د تطبیق او د غصب او ناروا دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه په ټول هېواد کې د پوهاوي له ۱۰ زرو زیاتې غونډې او ناستې ترسره شوې دي.

ب: د خرافاتو د مخنیوي برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې په ټولنه کې د اسلامي ارزښتونو د ټینګښت او د خرافاتو د مخنیوي په موخه، د هېواد په کچه ټولټال ۱۶۴۹ جادوګر، چې ۳۸۸ تنه یې د ولایتونو د مرکزونو او ۱۲۶۱ تنه نور یې د ولسوالیو او کلیو په کچه فعالیت درلود، نیول شوي دي.

ج: د ښځو د شرعي حقوقو برخه کې

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې په مرکز او ولایتونو کې د ښځو د شرعي حقوقو ۳۲۹۴ قضیو ته رسېدنه شوې، ۱۳۶۰ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوې او د ښځو اړوند ۴۸۹۶ موضوعګانې او ستونزې حل او فصل شوې دي.

د: د شکایتونو د اورېدو برخه کې

په همدې کال کې د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت کې ټولټال ۱۰ زره شکایتونه ثبت شوي چې له ۶ زرو ډېر شکایتونه حل شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

الف: د ګرځندوی او فرهنګي ـ تاریخي اثارو برخه کې

د ۱۴۴۷هجري قمري کال په ترڅ کې ۱۰ زره بهرنیو وګړو او شاوخوا ۸ میلیونه کورنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو او تاریخي، فرهنګي او طبیعي جاذبو څخه لیدنه کړې ده.

په همدې موده کې، ۸۰۰ سیاحتي او زیارتي شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي، د ۶۰۰ شرکتونو جوازونه تمدید شوي او د ۸۰ شرکتونو د فعالیت جوازونه لغوه شوي دي. همدارنګه، په دغه کال کې ۱۹۵۸ ځله په ولایتونو کې د ۸۵۵ نورو سیاحتي او زیارتي شرکتونو پر فعالیتونو دوامداره څارنه شوې ده.

ب: د تاریخي اثارو د مرمت او ساتنې برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د کابل، هلمند، کندهار، بامیان، کونړ، غزني، پکتیا، پکتیکا، لغمان، جوزجان، سمنګان او بلخ ولایتونو ۳۲ تاریخي ابدې ترمیم او مرمت شوې دي.

همدارنګه، د کابل، لوګر، پروان، بغلان، پکتیا، فراه او فاریاب ولایتونو کې ۴۴ لرغونې سیمې تثبیت په ډېټابیس کې ثبت شوې دي

په همدې موده کې، د مرکزي لابراتوار له لارې ۲۰۲ منقول لرغوني اثار هم ترمیم او مرمت شوي دي.

سربېره پر دې، ۱۶۹۵ لرغوني اثار مرکزي او ولایتي موزیمونو ته لېږدول شوي، ۱۱۸۰ تاریخي اثار په ملي موزیم او ۸۱۵ نور اثار د لوګر، غزني، هرات او بادغیس په موزیمونو کې ترمیم او مرمت شوي دي.

همدارنګه، د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې د ۱۳۴ تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

ج: د شعر او ترانې برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د کابل، نورستان، زابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې سترې مشاعرې ترسره شوې او د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې شاعرانو او ترانه‌ویونکو ته روزنیز سیمینارونه جوړ شوي دي.

په همدې موده کې، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ټولټال ۲۰۰ نوې ترانې ثبت شوې دي.

د: رسنیزه برخه

د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو د ترویج په موخه له رسنیو سره ګڼې غونډې ترسره شوې دي. په دې موده کې ۱۶ راډیوګانو، ۱ وېبپاڼې، ۵ چاپي رسنیو، ۲ خبري اژانسونو، ۹۰ یوټیوب چینلونو او ۲۷ فرهنګي بنسټونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.

همدارنګه، د ۲ ټلوېزیونونو، ۲۹ راډیوګانو، ۴ چاپي رسنیو او ۱۲ فرهنګي بنسټونو د فعالیت جوازونه هم تمدید شوي دي.

هـ: د کتابونو برخه کې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هڅو په پایله کې، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د دولتي فعال کتابتونونو شمېر ۱۱۴ ته رسېدلی دی.

په همدې موده کې، د ۴۰ خصوصي کتابتونونو څارنه شوې او ۹۲۹ جلده هغه کتابونه چې له معیارونو او اصولو سره په ټکر کې وو، له خصوصي کتابتونونو څخه راټول شوي دي.

همدارنګه، د کتابونو د ارزونې کمېسیون د ۳۷۰ بېلابېلو کتابونو ترڅنګ، ۱۵ زره او ۵۲۵ جلده وارداتي او صادراتي کتابونه هم ارزولي دي.

سربېره پر دې، د لیکوالانو د حقوقو د خونديتوب په موخه، د ۷۰۰ جلده کتابونو په تړاو اړین اقدامات هم ترسره شوي دي.

و: د فرهنګي هویت د ساتنې برخه کې

د سپېڅلو ځایونو، سړکونو او څلورلارو د نومولو کمېسیون د هېواد په کچه د ۳۰ څلورلارو، ۱۹ سړکونو، ۳ دوو لارو، ۱ درې لارې او ۱۳ عامه ځایونو نومونه ټاکلي دي.

همدارنګه، د کلمو او اصطلاحاتو د سمې کارونې په موخه په ټول هېواد کې ۳ زره او ۹۰۰ لوحې او تابلوګانې ارزول شوې، ۹۰۰ لوحې او تابلوګانې، چې له اصولو سره په ټکر کې وې، اصلاح شوې او د ۲۷۵ بهرنیو کلمو او اصطلاحاتو لپاره په ملي ژبو مناسب معادلونه ټاکل شوي دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت

الف: د شخړو د حل برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په ټول هېواد کې ۴۳۲ شخړې حل او فصل شوې دي، چې له دې ډلې ۹۹ سترې او ۳۳۳ کوچنۍ شخړې وې.

ب: د ملي یووالي د ټینګښت برخه کې

د قومونو ترمنځ د یووالي د پیاوړتیا، د ټولنیز ثبات د تأمین او د اسلامي ورورولۍ د روحیې د غښتلتیا په موخه، د ولایتونو په کچه ۳۳ سترې قومي غونډې او د ولسوالیو په کچه ۴۲۶ ولسي غونډې ترسره شوې دي.