ژبه

د افغانستان د پهلوانۍ او غېږنیونې د لومړي پړاو غوره لیګ اتلولي قوش‌تېپې لوبډلې وګټله

هجرت‌الله کاکړ

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۲:۱۹

Views: ۲۳

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د افغانستان د پهلوانۍ او غېږنیونې د لومړي پړاو غوره لیګ سیالۍ چې لس ورځې مخکې په کابل کې پیل شوې وې، د قوش‌تېپې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پهلوانۍ ملي فدراسیون له لوري د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د لسو لوبډلو ترمنځ د افغانستان د پهلوانۍ او غېږنیونې د لومړي پړاو غوره لیګ سیالۍ لس ورځې مخکې د هېواد د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شوې وې چې تېره شپه پای ته ورسېدې.

سرچینې زیاته کړې، دغه سیالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ د ۵۷ کیلوګرامه وزن له کټګورۍ تر ۱۲۵ کیلوګرامه وزن پورې په بېلابېلو وزنونو کې ترسره شوې.

د سرچینې په وینا، په دغو سیالیو کې قوش‌تېپې لوبډلې لومړی، اخوت لوبډلې دویم او ستاره‌ها لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو موخه د غوره استعدادونو پېژندل وو او په پای کې مقام ګټونکو لوبډلو ته جامونه، مډالونه، تصدیق‌پاڼې او نورې ډالۍ ورکړل شوې.