کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د لیتوانیا چارواکي وایي، د ناټو یوې جنګي الوتکې هغه بېپیلوټه الوتکه چې د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتې وه، د کاوناس ښار ته نږدې نسکوره کړې ده؛ لا تر اوسه معلومه نه ده چې دغه الوتکه د کوم هېواد وه.
رویټرز د لیتوانیا د ملي بحران مدیریت مرکز په حواله راپور ورکړی چې دغه پېښه تېره شپه شوې ده.
د یاد مرکز ویاند ویلي، بېپیلوټه الوتکه ښایي د بلاروس له لوري لیتوانیا ته ننوتې وي او د دغه هېواد په سوېل کې، د پراتکونای کلي ته نږدې او د لیتوانیا دویم لوی ښار کاوناس ته څېرمه نسکوره شوې ده.
ده زیاته کړې چې لا هم معلومه نه ده دغه بېپیلوټه الوتکه د کوم هېواد وه.
د ناټو د بالتیک د هوايي دفاع ماموریت جنګي الوتکې له ۲۰۰۴ کال راهیسې، هغه مهال چې لیتوانیا، لتونیا او استونیا له ناټو سره یوځای شول، د دغو درېیو هېوادونو هوايي حریم څاري.
رویټرز لیکلي چې د همدې ماموریت جنګي الوتکو په مې میاشت کې د استونیا په فضا کې یوه اوکرایني بېپیلوټه الوتکه او په جون او اګست میاشتو کې هم د لتونیا په فضا کې بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې وې.
د راپور له مخې، د روسیې د ګاونډیو هېوادونو هوايي حریم ته د پوځي بېپیلوټه الوتکو ننوتو، د اوکراین جګړې د اغېزو د ناټو د غړو هېوادونو تر پولو د غځېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د پولنډ پولې ته نږدې د روسیې برید هم د ناټو غبرګون راپارولی و. مسکو ویلي وو چې ځواکونو یې د اوکراین په لوېدیځ کې هغه بنسټیز تاسیسات په نښه کړي چې له اروپا څخه د پوځي اکمالاتو د لېږد لپاره کارېدل.