منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۹ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

هرمز تنګي کې درېيو تېل‌وړونکو بېړيو پر ماینونو له ور برابرېدو وروسته اور اخیستی

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ادعا کړې چې د هرمز تنګي په لوېدیځه برخه کې درېيو تېل‌وړونکو بېړيو له سمندري ماینونو سره تر لګېدو وروسته اور اخیستی او یوه بله بېړۍ هم د دغه تنګي په ختیځه برخه کې پر ماین ور برابره شوې ده.

الجزیرې نن (جمعه) د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو په حواله راپور ورکړی چې یادې بېړۍ د هرمز تنګي له یوې محدودې او د ایران له لوري د غیرمجازې بلل شوې لارې د تېرېدو پر مهال له ماینونو سره لګېدلې دي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د ایران دولتي رسنیو ویلي چې دغو درېيو تېل‌وړونکو بېړيو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرمز تنګي له لارې د وتلو پر مهال له ماینونو سره تر لګېدو وروسته اور اخیستی دی.

د راپور له مخې، د ایران سمندري ځواکونو ویلي چې یادو بېړیو خپل رادارونه او د موقعیت معلومولو سیستمونه بند کړي وو، خبرداریو ته یې پام نه و کړی او د تنګي له یوې محدودې لارې یې د تېرېدو هڅه کوله.

د اسوشیټېډ پرېس په راپور کې راغلي چې د دغو بېړیو نومونه او بیرغونه نه دي په ډاګه شوي او د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه هم معلومات نه شته.

بلخوا، د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) ویلي چې د عمان د خصب ښار شمال‌ختیځ ته شاوخوا ۲۵ سمندري میله لرې یې د یوې بېړۍ د اور اخیستو راپور ترلاسه کړی دی.

د یادې ادارې په وینا، د بېړۍ د اور اخیستو لامل، د عملې وضعیت او د پېښې له امله د اوښتو زیانونو کچه لا نه ده معلومه. دې ادارې بېړیو ته سپارښتنه کړې چې د هرمز تنګي له لارې د تګ پر مهال احتیاط وکړي او هر ډول مشکوک فعالیت راپور کړي.