منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۲ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د جرمني په ۳۴ ښارونو کې د ځوان نسل لاریونونه؛ فرانکفورټ کې هټۍ لوټ شوې دي

· ۳ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د برلین، فرانکفورټ او مونیخ په ګډون د جرمني په ۳۴ ښارونو کې لسګونو زرو کسانو د ژوند د لګښتونو زیاتوالي، د ښوونیز نظام د وضعیت او اجباري پوځي خدمت پر ضد لاریونونه کړي؛ خو په فرانکفورټ ښار کې دغه لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي او یو شمېر دوکانونه هم لوټ او ویجاړ شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه لاریونونه پرون (شنبه) د Gen Z regelt»» (ځوان نسل پرېکړه کوي) په نوم یوې ډلې تنظیم کړي وو. ګډونوالو یې د پوهنې برخه کې د ډېرو پانګونو، د روغتیايي او ښوونیز نظام د لا ښه ملاتړ او د ټولنیزو او اقتصادي مسوولیتونو د عادلانه وېش غوښتنه کوله.

لاریونوالو د اجباري پوځي خدمت مخالفت هم کړی او ویلي یې دي چې حکومت باید پر ځوان نسل د نورو مسوولیتونو د تپلو پر ځای د هغوی اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

په برلین کې د دې ډلې ویاندې لینا فریدریش ویلي چې دوی د جګړې او جبر پر ځای د سولې او ازادۍ لپاره لارو کوڅو ته راوتلي دي.

هغې زیاته کړې چې د روغتیايي او ښوونیز نظام ښه ملاتړ او د مسوولیتونو عادلانه وېش د لاریونوالو له مهمو غوښتنو څخه دي.

د راپور له مخې، په مونیخ کې سټیو په نوم یوه ۱۸ کلن ځوان، چې ټاکل شوې وه په یوه غونډه کې وینا وکړي، ویلي چې حکومت د ځوان نسل اندېښنو ته ځواب نه دی ویلی، بلکې د لګښتونو کمولو ته دوام ورکوي او پر خلکو نور بارونه اچوي.

په همدې حال کې، د جرمني په مالي مرکز فرانکفورټ ښار کې لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي؛ نقاب‌لرونکو کسانو لږ تر لږه دوه دوکانونه لوټ کړي او څو نورو ته یې زیان اړولی دی.

د فرانکفورټ پولیسو ویلي چې د ښار په مرکز کې د څو دوکانونو ښیښې ماتې شوې دي.

پولیسو له خلکو غوښتي چې د ښار له مرکزي برخې لرې پاتې شي او یا دغه سیمه پرېږدي.

په راپور کې راغلي چې د هامبورګ ښار په ځینو برخو کې هم د سړکونو یو شمېر خنډونو ته اور اچول شوی دی.

له بلې خوا، الماني چارواکو ویلي، د شنبې ورځې لاریونونه چې په ډېرو سیمو کې د هالووین د جشن له پروګرامونو سره هم‌مهاله وو، په ډېری برخو کې په سوله‌ییز ډول ترسره شوي دي؛ خو خبرداری یې ورکړی چې ښايي افراطي ډلې له دغه خوځښت څخه د خپلو موخو لپاره ګټه واخلي.

د المان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کیڼ اړخو افراطي جریانونو ځینې برخې او د بهرنیو افراطي خوځښتونو اړوندې ډلې هم هڅه کوي چې د دغو لاریونونو لپاره ملاتړ راجلب کړي.

د هسن ایالت د کورنیو چارو وزیر رومان پوزک، په فرانسه کې وروستیو ګډوډیو ته په اشاره ویلي چې د دوکانونو لوټول، پر کورونو او د پولیسو پر موټرو اور اچول او د پولیسو پر مامورینو بریدونه باید په جرمني کې د بېلګې په توګه مطرح نه شي.

د راپور له مخې، د لاریونونو له پیل مخکې د جرمني په یو شمېر ښارونو کې، په ځانګړې توګه د برلین د کورفورسټن‌دام سوداګریزه سیمه کې، ځینو دوکاندارانو د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره خپلې کړکۍ پټې کړې وې او د وختي تړلو لپاره یې پلانونه جوړ کړي وو.

پولیسو په فرانکفورټ، مونیخ او برلین ښارونو کې د لاریونوالو شمېر تر ۱۸ زرو پورې ښودلی، په داسې حال کې چې تنظیموونکو له دې مخکې د ۱۸۲ زرو کسانو د ګډون تمه لرله.