منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

عراقچي: ځواکونه مو د جګړې لپاره بشپړ چمتو دي

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د مذاکراتو بیا پیلېدو لپاره د امریکا هڅه یو مثبت ګام بللی، خو په ورته مهال یې ویلي چې تهران د جګړې د بیا پیلېدو احتمال نه ردوي.

عراقچي له الجزیرې ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې ده او یو شمېر نورو ایراني چارواکو د لوړو کچو په غونډو کې د امریکا د ولسمشر د مرستیال جي‌ډي ونس هغه لیک څېړلی چې تهران ته استول شوی و.

هغه د امریکا له لوري له ایران سره د خبرو د پیل هڅه «مثبت ګام» بللې او ویلي یې دي چې د ایران یو پلاوی په دوحه کې له منځګړو سره د خبرو د دوام لپاره حضور لري.

عراقچي زیاته کړې: «زما مرستیال اوس په قطر کې دی، څو سلا مشورو ته دوام ورکړي.»

د هغه په وینا، دا مهال له امریکايي چارواکو سره د لیدنې لپاره کوم پلان نشته؛ خو منځګړو د ایران د اټومي پروګرام په اړه وړاندیزونه کړي چې تهران یې د خبرو اترو د دویم پړاو په چوکاټ کې ارزوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د احتمالي برید په اړه ویلي: «موږ د ایران پر وړاندې د برید احتمال نه ردوو او زموږ ځواکونه د احتمالي جګړې لپاره بشپړ چمتو دي.»

هغه پر ایران د امریکا د اقتصادي فشارونو اغېزې هم منلې، خو ټینګار یې کړی چې هېواد به یې «تسلیم نه شي.»