کابل (پژواک) ـ د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو شلاوریزو نړۍوالو سیالیو لومړۍ لوبه نن د متحده عربي اماراتو د شارجې په کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې دغه لوبه نن د افغانستان پر وخت ماښام اووه بجې ترسره کېږي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به له زمبابوې سره دویمه شلاوریزه لوبه د اکټوبر په ۲۹مه او درېیمه به د نومبر په لومړۍ نېټه ترسره کړي.
له شلاوریزو سیالیو وروسته به افغانستان او زمبابوې دوه ټېسټلوبې هم ترسره کړي؛ لومړۍ لوبه به د نومبر له پنځمې تر نهمې او دویمه به د نومبر له ۱۳مې تر ۱۷مې نېټې پورې وي.










