کابل (پژواک) – په داسې حال کې چې شنې خونې د کرنیزو محصولاتو د تولید په زیاتوالي او د بازار د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوي، خو کارپوهان وايي چې د کیمیاوي سرې نامتوازن استعمال، د اوبو کمښت او د کرنیزو پلاستیکونو ناسم مدیریت د خاورې پر کیفیت او چاپېریال ناوړه اغېزې لرلی شي.
د چاپېریالساتنې کارپوه انجنیر سیدقیوم هاشمي وايي، که کیمیاوي سره د خاورې او نباتاتو د اړتیا له مخې وکارول شي، د هغوی اړین غذایي مواد برابرولی او د ښې ودې او حاصلاتو په زیاتوالي کې مرسته کولی شي؛ خو د دغو سرو نامتوازن استعمال د خاورې پر کیفیت منفي اغېز لرلی شي.
د هغه په خبره، د کیمیاوي سرو له اندازې زیات استعمال په خاوره کې د مالګو د راټولېدو او د هغې د تیزابیت یا القليوالي د کچې د بدلون لامل کېدای شي. د اوبو کیفیت هم په دغه بهیر کې رول لري؛ ځکه هغه اوبه چې مالګینتوب یې زیات وي، په خاوره کې د مالګو د کچې په لوړوالي کې مرسته کوي.
هاشمي زیاته کړه چې د اړتیا له کچې د کمو او همدارنګه د کیمیاوي سرو له اندازې زیات استعمال د نباتاتو وده او حاصل محدودولی شي؛ له همدې امله، د حیواني سرې، کمپوست او کیمیاوي سرو استعمال باید د خاورې اړتیا او د کرل کېدونکي محصول د ډول له مخې ترسره شي.
بلخوا، د کرنې برخې کارپوه الیاس صدیقي هم وايي چې د کیمیاوي سرو سم او متوازن استعمال د خاورې د غذایي عناصرو کمښت پوره کوي او د کرنیزو محصولاتو د کمیت او کیفیت په لوړېدو کې مرسته کوي؛ خو د خاورې او نباتاتو اړتیاوو ته له پام پرته د دغو سرو له اندازې زیات استعمال په اوږدمهال کې د خاورې د تیزابیت او مالګینتوب زیاتېدو، د حاصلخېزۍ د کمښت او د اوبو د سرچینو د ککړتیا لامل کېدای شي.
د هغه په خبره، د یوه ډول سرې دوامداره استعمال، په ځانګړي ډول د نایټروجن لرونکو سرو کارول، د خاورې د غذایي عناصرو توازن ګډوډولی شي؛ ځکه د هر محصول له راټولولو سره د خاورې یوه برخه غذایي مواد هم له ځمکې وځي او که بېرته جبران نه شي، د ځمکې حاصلخېزي په تدریجي ډول کمېږي.
صدیقي زیاتوي چې په شنو خونو کې د پرلهپسې کرنې او د کرنیزې ځمکې د محدودوالي له امله، د اوبو او سرې د ناسم مدیریت په صورت کې په خاوره کې د مالګې راټولېدو او د هغې د مالګینتوب د زیاتېدو احتمال شته.
هغه د خاورې د حاصلخېزۍ د ساتنې لپاره د سرې له استعمال مخکې د خاورې معاینه، د کیمیاوي او عضوي سرو متوازن استعمال، د کرنیز تناوب رعایت، د اوبو سم مدیریت او بزګرانو ته د عامه پوهاوي ورکول اړین بولي.
په کابل کې د یوې شنې خونې د کارګرانو تجربه
د کابل ښار د حاجي نبي ښارګوټي کې د لس جریبه یوې شنې خونې مسوولین او کارګران د اوبو له کمښت، د بېلابېلو کرنیزو سرو له استعمال او د ځمکې په بېلابېلو برخو کې د حاصلاتو د توپیر په اړه خبرې کوي؛ هغه موضوعات چې د شنو خونو په تولید کې د سرچینو د مدیریت ارزښت څرګندوي.
د دې شنې خونې مسوول محمد حسيني پژواک ته وویل چې په دغه ځای کې اصلاح شوي تخمونه کاروي او د سرې ډول او اندازه هم د محصولاتو د اړتیا له مخې ټاکي.
هغه زیاته کړه چې په دې شنه خونه کې د حیواني سرې ترڅنګ بېلابېل ډول کیمیاوي سرې هم کارول کېږي، چې په هغو کې توره او سپینه سره، ترکي او هالنډي او پر نباتاتو د شیندلو محلوللرونکې سرې شاملې دي.
د حسيني په وینا، سږ کال په دې شنه خونه کې د بادرنګو ترڅنګ، چې په تېرو کلونو کې به زیات کرل کېدل، ګلپي، کدو، دلمه مرچ او رومي بانجان هم کرل شوي دي.
سخي چې وايي په دې برخه کې یې پنځه کاله کار کړی، د دې شنې خونې یو کارګر دی. هغه زیاتوي چې سره باید په پوره دقت او مناسبه اندازه وکارول شي؛ ځکه له اندازې زیات استعمال یې نباتاتو ته زیان رسولی شي.
هغه وویل: «څوک چې دا کار کوي، باید پوه شي چې څومره سره ورکړي؛ که سره زیاته ورکړي، نبات سوځوي او که کمه ورکړي، ګټه نه کوي؛ د سرې ورکول هم خپله اندازه لري.»
سخي زیاته کړه چې د کرلو پر مهال حیواني سره هم کارول کېږي او غوره ده چې د پرلهپسې کرنې له امله د رامنځتهکېدونکو ستونزو د مخنیوي لپاره په راتلونکي کال کې د کرل کېدونکي محصول ډول بدل شي.
د دې شنې خونې بل کارګر احمد مرادي وايي چې د ځمکې په بېلابېلو برخو کې د حاصلاتو کچه توپیر لري او په ځینو برخو کې لږ محصولات ترلاسه کېږي.
هغه وویل چې د دې شنې خونې کښت ته په اونۍ کې له دوو تر درېیو ورځو پورې سره ورکول کېږي او د سرې ډول د محصول او د هغه د اړتیا له مخې ټاکل کېږي.
مرادي زیاته کړه: «حتا د دې شنې خونې خاوره هم توپیر لری؛ د خاورې یوه برخه حاصل نه ورکوي او هغه برخه چې ځمکه یې ښه ده او لا ډېره زیانمنه شوې نه ده، حاصل یې ښه دی.»
د هغه په خبره، کیمیاوي سره د نباتاتو پر ودې او د محصولاتو پر کیفیت اغېز لري خو د حیواني سرې اغېز د کیمیاوي سرو په پرتله دومره نه وي.
احمد مرادي وویل، دی له دایکندي ولایت څخه کابل ته راغلی او په ټوله کې یې په دغه مسلک کې ۱۶ کاله کار کړی دی؛ چې اووه کاله یې په همدې شنه خونه کې تېر کړي او دا شنه خونه اوس د حاجي نبي په ښارګوټي کې موقعیت لري.
هغه وویل چې دغه شنه خونه مخکې په ده سبز کې فعالیت درلود او اوس په ټولیز ډول لس جریبه ځمکه پکې تر کښت لاندې ده.
مرادي د اوبو د وضعیت په اړه وویل: «له بده مرغه د اوبو وضعیت ډېر خراب دی؛ موږ د اوبو له سخت کمښت سره مخ یو. تېر کال مو اوبه په ټانکرونو کې راوړلې، خو هغه هم بسنه نه کوله، سږ کال مو د ښارګوټي د اوبو یو نل راغځولې چې تر یوه بریده یې ستونزه حل کړې ده.»
د اوبو مدیریت؛ د خاورې د کیفیت په ساتنه کې مهم عامل
د چاپېریالساتنې برخې کارپوه هاشمي وايي چې د اوبولګولو د اوبو کیفیت او د هغو د استعمال طریقه د خاورې د کیفیت په ساتنه کې ارزښت لري. د هغه په خبره، که اوبه ډېره مالګه ولري، د خاورې د مالګینتوب د زیاتوالي لامل کېدای شي؛ له همدې امله، د اوبولګولو لپاره د اوبو له استعمال مخکې د هغو د کیفیت ارزونه مهمه ده.
هغه د څاڅکي اوبولګولو سیسټم له هغو لارو ګڼي چې د مناسبې طرحې او مدیریت په صورت کې اوبه په هدفمند ډول د نباتاتو ریښو ته رسولی او د اوبو د ضایع کېدو مخه نیولی شي.
خو د څاڅکي اوبولګول په یوازې ځان دا تضمین نه شي کولی چې په خاوره کې به مالګه نه راټولېږي؛ بلکې د اوبو د اندازې او کیفیت مدیریت، د اضافي اوبو د ایستلو سیسټم او د نباتاتو واقعي اړتیاوې هم په دې برخه کې ارزښت لري.
کرنیز پلاستیکونه او چاپېریالي اغېزې یې
د سرې او اوبو ترڅنګ، په شنو خونو کې کارېدونکي پلاستیکونه هم له هغو موضوعاتو دي چې د شنو خونو د تولید د چاپېریالي اغېزو په ارزونه کې ارزښت لري.
د شنو خونو پلاستیکي پوښونه، د اوبولګولو نلونه او د سرو او کرنیزو موادو بستهبندۍ، که په ناسم ډول وکارول شي او یا له منځه یووړل شي، د چاپېریال لپاره پر زیاناړوونکو کثافاتو بدلېدای شي.
هاشمي وايي چې پلاستیکونه له نفتي موادو جوړېږي او ځینې ډولونه یې که په چاپېریال کې پرېښودل شي، د اوږدې مودې لپاره پاتې کېږي او د کوچنیو ذراتو په بڼه له تجزیې وروسته خاورې ته داخلېدای شي.
هغه زیاته کړه چې په خاوره کې د پلاستیکونو پاتې کېدل ښايي د خاورې پر طبیعي بهیرونو اغېز وکړي او د پلاستیکونو سوځول هم زیاناړوونکي ګازونه او مواد هوا ته خپروي.
دغه کارپوه ټینګار وکړ چې په شنو خونو کې کارېدونکي پلاستیکونه هم له دې قاعدې مستثنا نه دي او اړینه ده چې له زړېدو او خرابېدو وروسته په مناسبه توګه راټول او مدیریت شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) هم د کرنیزو پلاستیکونو په اړه په خپلو څېړنو کې خبرداری ورکړی چې په کرنه کې کارېدونکي پلاستیکي توکي، د شنو خونو د پوښونو او د اوبولګولو د نلونو په ګډون، که په ناسم ډول مدیریت شي، د خاورې او چاپېریال د ککړتیا لامل کېدای شي.
د کرنې وزارت: د سرې نامتوازن استعمال د خاورې کیفیت راټیټوي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او ویاند مولوي شېرمحمد حاتمي پژواک ته وویل چې د کیمیاوي سرو سم او په مناسبه اندازه استعمال د نباتاتو اړین غذایي مواد برابروي او د هغو د ښې ودې او کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي لامل کېږي.
هغه زیاته کړه چې د دغو سرو له اندازې زیات یا ناسم استعمال د خاورې د حاصلخېزۍ د کمېدو، د غذایي موادو د توازن ګډوډېدو او د اوبو او خاورې د ککړتیا لامل کېدای شي.
حاتمي وویل چې کیمیاوي سره په یوازې ځان خاوره نه کمزورې کوي، بلکې د هغې له اندازې زیات او نامتوازن استعمال د وخت په تېرېدو سره د خاورې کیفیت راټیټولی شي.
هغه زیاته کړه چې د خاورې د کیفیت ساتلو لپاره باید د عضوي سرو ترڅنګ کیمیاوي سره په مناسبه اندازه وکارول شي. د کرنې د تناوب رعایت او د اوبولګولو سم مدیریت هم د خاورې د روغتیا په ساتنه کې ارزښت لري.
هغه زیاته کړه چې په شنو خونو کې د محدودې فضا او متراکمې کرنې له امله، د سرې له اندازې زیات استعمال په خاوره کې د مالګې راټولېدو او د نباتاتو د ریښو د زیانمنېدو لامل کېدای شي؛ په داسې حال کې چې په ازاده کرنیزه ځمکه کې هم د سرې ناسم استعمال د خاورې د غذایي موادو د مینځل کېدو او د اوبو د سرچینو د ککړتیا سبب کېدای شي.
د کرنې وزارت ویاند وویل چې دغه وزارت هېواد ته د بېکیفیته سرو د واردېدو او پلور د مخنیوي په موخه د کیمیاوي او عضوي سرو د کیفیت د کنټرول کړنلاره پلي کوي او وارداتي او تولیدي سرې د مجازو سرو د لېست او ټاکل شوو معیارونو له مخې کنټرولېږي.
د هغه په وینا، د هېواد په بندرونو کې مسلکي کارکوونکي د سرو کیفیت ارزوي او په بازارونو کې هم د غیرمعیاري سرو د پلور مخنیوی کېږي. همدارنګه، د کرنې وزارت په ولایتونو کې د ترویجي کارکوونکو له لارې بزګرانو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړوي، څو هغوی له سرو څخه په سمه توګه او پر مناسب وخت ګټه واخلي.
حاتمي زیاته کړه چې د عضوي سرو برخه کې هم د کمپوسټ، ورمي کمپوسټ، د چرګانو سرې او بیولوژیکي سرو د تولید او عرضې لپاره زمینه برابره شوې او په دې وروستیو کې د هېواد په څو ولایتونو کې یو شمېر شرکتونو ته د عضوي سرو د تولید د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.
په هېواد کې څه باندې ۲۵ زره شنې خونې شته
حاتمي په هېواد کې د شنو خونو د شمېر په اړه وویل چې د شته معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۵ زره او ۲۲۵ شنې خونې شتون لري چې له دې ډلې یوازې څلور زره او ۷۱۶ په تېرو څو کلونو کې جوړې شوې دي.
د حاتمي په خبره، دغه شنې خونې د کرنیزو محصولاتو په تولید، د بزګرانو د عوایدو په زیاتوالي او د بازار د اړتیاوو په پوره کولو کې رول لري.










