کابل (پژواک) ـ د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، په فاریاب ولایت کې د میمنې – اندخوی د برېښمت ۱۱۰ کیلوولټ مزي د بیارغونې پروژه ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند له لوري نن په فاریاب ولایت کې د میمنې – اندخوی د برېښنا د ۱۱۰ کیلوولټ مزي د بیارغونې پروژه ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه.
سرچینې زیاته کړې، ملا عبدالغني برادر اخند په همدې مناسبت جوړ شوو مراسمو کې وویل، د میمنې – اندخوی د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد لین د بیارغونې چارو په بشپړېدو سره شاوخوا ۶۰ زره پېرودونکو ته د باثباته او ډاډمنې برېښنا زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه چې دغه پروژه به د سیمې د اوسېدونکو د برېښنا اړتیاوو په پوره کولو، د صنعتي فعالیتونو په پراختیا او د سیمې په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې مثبت رول ولري.
برادر ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د برېښنا د تولید او رسولو برخه کې په کم وخت کې ګڼې پروژې عملي کړې دي چې له امله یې پر وارداتي برېښنا تکیه او د برېښنا پرچاوي کمه شوې او د صنعتي فعالیتونو د ودې او پراختیا لپاره نوي ظرفیتونه رامنځته شوي دي.
هغه هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې تر راتلونکي یو کال پورې به د پایداره برېښنا د تأمین په موخه د برېښنا د زېربناوو د پراختیا نورې سترې پروژې عملي او د برېښنا موجود ظرفیت به څو برابره لوړ شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، افغانستان اوسمهال ښه امنیت تجربه کوي چې د نړۍ په اکثریت هېوادونو کې یې ساری نه لیدل کېږي او په خبره یې، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې افغانستان ته په مسلسله توګه بهرني سیلانیان او اتباع راځي او د هېواد مختلفو لرو پرتو سیمو ته پرته له خنډ او ویرې سفرونه کوي.
نوموړي ویلي: «هغه هېوادونه چې افغانستان ته د خپلو اتباعو سفرونه د امنیتي ویرې له امله ځنډوي؛ دا یوه کاذبه ادعا ده او دا ډول کړنې پرته له تبعیضي سیاسي توجیې بله هيڅ ډول منطقي توجیه نه لري. زموږ هیله دا ده چې د نړۍ ټول هېوادونه د واقعیتونو د تحریف پر ځای د رښتیني او معنادار تعامل ژبه پیدا او پیاوړې کړي.»
خبرپاڼه کې راغلي، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په پای کې کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې د لویو او متوسطو پانګونو لپاره خوندي او مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی.
اقتصادي معاونیت لیکلي چې د میمنې– اندخوی د برېښنا لېږد لین ۱۳۵ کیلومتره اوږدوالی لري او په بیارغونه یې شاوخوا ۱۴۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
دغه پروژه د افغان انجینرانو له لوري تطبیق شوې او مالي تمویل یې د افغانستان اسلامي امارت له لوري شوی دی.











