کابل (پژواک) ـ د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تانزانیا د پانګونې په اووم نړۍوال کنفرانس کې ګډون کړی او د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو او د نړۍوالو شرکتونو له استازو سره یې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې عزیزي د تانزانیا د پانګونې په اووم کنفرانس (TMIC 2026) کې د ګډون په موخه د دغه هېواد دارالسلام ښار ته تللی دی.
سرچینې لیکلي چې عزیزي د کنفرانس په لومړۍ ورځ، د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له یو شمېر چارواکو او د نړۍوالو شرکتونو له استازو سره لیدلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تانزانیا د ولسمشر له مرستیال دئوګراتیوس جان ندیمبي سره هم لیدلي او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا یې ورسره خبرې کړې دي.
همدارنګه، عزیزي د ګډونکوونکو هېوادونو د وزیرانو او استازو په حضور کې په یوه ګردي مېز کې ګډون کړی او د اړوندو موضوعاتو په اړه یې بحث کړی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د تانزانیا د پانګونې اووم نړۍوال کنفرانس د نومبر له ۱۹مې تر ۲۱مې نېټې پورې د درېیو ورځو لپاره د دغه هېواد په دارالسلام ښار کې جوړ شوی دی.
د خبرپاڼې په حواله، په دغه کنفرانس کې چې موخه یې د صنایعو پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو څېړل دي، له تانزانیا او نورو هېوادونو څخه څه باندې ۱۷۰۰ کسانو ګډون کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په دغه کنفرانس کې د عزیزي ګډون د افغانستان د پانګونې د ظرفیتونو او فرصتونو د معرفي کولو، د نظرونو د تبادلې او له تانزانیا او نورو ګډونکوونکو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره د فرصتونو د برابرېدو زمینه مساعده کړې ده.










