منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۵ غ.م
۱۶°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

اروزګان کې د ځمکې پر سر شخړه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱ کتنې

کابل (پژواک) – د اروزګان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني وویل چې دغه پېښه تېره ورځ شوې ده.

هغه زیاته کړه، د شخړې پر مهال یوه لوري د تومانچې ډزې کړي چې له امله یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

بلال د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې د پېښې عاملین نیول شوي او دوسیې به یې اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.