Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، د اوکراین پر بندري ښار اودیسا د روسیې د بېپیلوټه الوتکو بریدونو کې یو کس وژل شوی او لږ تر لږه ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د «کډوالو نړۍوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې د زدهکړو، روغتیا او معیشت په برخو کې د افغان کډوالو ملاتړ کوي.
د راپورونو له مخې، غزه کې پر فلسطینیانو د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه ۳۴ کسان ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، افغانستان د چین او د سویلي اسیا له هېوادونو سره د همکاریو پراخولو ته لیوالتیا لري او د خپل جغرافیایي موقعیت له امله کولای شي د مرکزي، سویلي او ختیځې اسیا ترمنځ د نښلوونکي پُل رول ولوبوي.
تېره اونۍ، کابل او تاشکند د «ترجیحي سوداګرۍ» هوکړه وکړه، له مرستندویانو وغوښتل شول چې له بهره راستنېدونکو افغانانو ته د سرپناه جوړولو برخه کې مرستې وکړي او یوه روسي چارواکي په افغانستان کې د داعش فعالیت د ډېرېدو ادعا وکړه، خو اسلامي امارت رد کړه.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو ته د لارموندنې لوبو په لړ کې سوریې ته لوبه وبایلله او له ۲۰ کلونو کمعمره فوټبال ملي لوبډلې بیا د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو په لړ کې په خپله لومړی لوبه کې له تاجکستان څخه ماته وخوړه.
د راپورونو پربنسټ، د افغانستان د پاورلیفټینګ فدراسیون رییس نجیبالله ایوبي د «زړه سکتې» له امله کابل کې مړ شوی دی.
مسوولین وایي چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د هېواد په کچه د جرګو او مرکو له لارې ۲۶۵۰ شخړې او دښمنۍ هوارې شوې، بلخوا شنونکي دا چاره د ټولنیز ثبات رامنځته کېدو او د خلکو ترمنځ د کرکې د له منځه تلو لپاره مهم ګام بولي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله روان کال د پاکستان، بنګلهدېش، زمبابوې او متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره د شلاوریزو او یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ ترسره کوي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د یوناما له مشرې غوښتي چې په خپلو راپورونو کې پر واقعیتونو تمرکز وکړي او زیاته کړې یې ده چې په اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته د رسېدنې لپاره دې د افغان حکومت لاسرسی ممکن شي.
د امریکا د ډیموکراټ قانون جوړوونکو یوې ډلې د ډونالډ ټرمپ حکومت له لوړپوړو چارواکو غوښتي چې د افغانانو ملاتړ او له متحده ایالتونو د هغوی د ایستلو مخنیوی وکړي.
ډونالډ ټرمپ، امریکا ته د افغانستان په ګډون د ١٢ هېوادونو د وګړو په ورتګ بندیز ولګاوه او د امریکایي – اسلامي اړیکو شورا بیا هلته د مېشتو افغانانو د قانوني مېشتېدو غوښتنه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP