کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د امریکا د ډیموکراټ قانون جوړوونکو یوې ډلې د ډونالډ ټرمپ حکومت له لوړپوړو چارواکو غوښتي چې د افغانانو ملاتړ او له متحده ایالتونو د هغوی د ایستلو مخنیوی وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یادو قانون جوړوونکو په یوه لیک کې د امریکا د کورني امنیت او بهرنیو چارو له وزیرانو غوښتي چې افغانانو ته دې بېرته د لنډمهالي خوندي وضعیت پروګرام (TPS) ته د لاسرسي زمینه مساعده کړي او خبرداری یې ورکړی چې د دغو کسانو افغانستان ته بېرته ستنول به هغوی له «ویجاړوونکو بشري او اقتصادي شرایطو» سره مخ کړي.
راپور کې راغلي، یادې هڅې د سناتور کریس ون هون، د ګلن ایوي استازی او د سناتور ایمي کلوبوچار له لوري رهبري کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت په اپرېل کې اعلان وکړ چې د افغانانو لپاره به د لنډمهالي خوندي وضعیت پروګرام لغوه کړي.
یاده پرېکړه د روان کال د جولای له ۱۴مې پلې کېږي.
تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو نوی فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې دغه هېواد ته د افغانستان، یمن، سومالیا، هايتي او لیبیا په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز لګېدلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP