ژبه

متقي: اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته د رسېدنې لپاره دې د افغان حکومت لاسرسی ممکن شي

توسط احمدصهیب حسرت

جون 5, 2025 - 10:51 am

Views: 165

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د یوناما له مشرې غوښتي چې په خپلو راپورونو کې پر واقعیتونو تمرکز وکړي او زیاته کړې یې ده چې په اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته د رسېدنې لپاره دې د افغان حکومت لاسرسی ممکن شي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي  له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما له مشرې اغلې روزا اوتونبایوا سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاوو، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مېشتو افغانانو پر ستونزو، په هېواد کې د راغلو پرمختګونو، د خصوصي سکټور پر ودې، د پانګونې پر جلب  او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

متقي ویلي، په اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته دې د افغان حکومت لاسرسی ممکن شي څو د قونسلي خدماتو په وړاندې کولو سره  د هغوی حقوقي موضوعات حل او له بشري حقونو یې دفاع وشي.

متقي دغه راز له یوناما غوښتي چي په خپلو راپورونو کې پر واقعیتونو تمرکز وکړي څو په هېواد کې شوي پرمختګونو او هر اړخیز ثبات له نړۍوالو سره شریک شي.

اوتونبایوا هم ویلي چې ملګري ملتونه د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.

هغې زیاته کړې، یوناما هڅه کوي چې راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند اسانتیاوو ترڅنګ په افغانستان کې د کاري فرصتونو رامنځته کېدو لپاره د پانګونې جلب ته زمینه برابره کړي.

د هغې په خبره چې له افغانستان سره د نړۍوالو مرستې د بشري برخې ترڅنګ انکشافي برخو ته هم غځېدلې دي.

د یوناما مشرې ژمنه کړې چې د ملګرو ملتونو او امنیت شورا په راتلونکو غونډو کې به له نړۍوالو سره په افغانستان کې د شوو پرمختګونو او فرصتونو په تړاو معلومات شریکوي او د افغان حکومت پیغامونه به لېږدوي.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د ناستې په پای کې د افغانستان اسلامي امارت او یوناما ترمنځ پر نږدې او ګډ کار ټینګار وشو.