کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۴): ډونالډ ټرمپ امریکا ته د افغانستان په ګډون د ١٢ هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز لګولی او د امریکایي – اسلامي اړیکو شورا بیا هلته د مېشتو افغانانو د قانوني مېشتېدو غوښتنه کړې ده.
د رايورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرامپ دغه هېواد ته د دوولسو هېوادونو د وګړو پر تګ بندیز لګولی او دغه راز یې د اوو نورو هېوادونو د خلکو پر ورتګ محدودیتونه لګولي دي.
په هغو هېوادونو کې چې د يادې پرېکړې له مخې یې وګړي امریکا ته د تګ اجازه نه لري، افغانستان، ایران، یمن، لیبیا، سوډان، سومالیا، استوایي ګینه، چاد، کانګو، میانمار، اریتریا او هایټي شامل دي.
د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ ویلي: «هغو کسانو ته چې غواړي موږ ته زیان ورسوي، هيڅکله به اجازه ورنه کړو چې زموږ هېواد ته راشي.»
هغه دا هم ویلي چې دغه نوملړ ښایي بدل شي او ممکن نور هېوادونه هم پهکې ور زیات شي.
دغه راز، د راپورنو له مخې، په امریکا کې د امریکایي – اسلامي اړیکو شورا د دغه هېواد له ولسمشر او کورني امنیت وزارته غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه دې بېرته واخلي.
دې شورا له کانګرېسه هم د داسې قانون د تصویب غوښتنه کړې چې په امریکا کې مېشتو افغانانو ته د قانوني مېشتېدنې زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د امریکا د کورني امنیت وزارت، هلته د مېشتو زرګونو افغانانو د لنډمهال محافظت وضعیت (TPS) د لغوه کولو پرېکړه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP