Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان ملي او  له ۲۰ کلونو کم‌عمره فوټبال لوبډلو خپلې لوبې سوریې او تاجکستان ته وبایللې

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولي ۱۴۰۴): د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو ته د لارموندنې لوبو په لړ کې سوریې ته لوبه وبایلله او له ۲۰ کلونو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې بیا د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو په لړ کې په خپله لومړی لوبه کې له تاجکستان څخه ماته وخوړه.

د افغانستان او سوریې فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ تېره شپه د سعودي عربستان په الاحسای ښار کې ترسره شوه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، په دغه لوبه کې د سوریې لوبډلې افغان لوبډلې ته یو پر صفر ماتې ورکړه.

همداراز د افغانستان د ۲۰ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې بیا تېره شپه د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو په لړ کې په خپله لومړی لوبه کې د تاجکستان له لوبډلې څخه دوه پر صفر ماتې وخوړه.

یاده سیالۍ د تاجکستان په پلازمینې دوشنبې ښار کې ترسره شوه.

دغه راز د افغانستان د ۲۰ کلنو کم فوټبال ملي لوبډله به د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه د قرغیزستان لوبډلې سره ترسره کړي.

د یادونې ده، د فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۷ کال د اسیا د ملتونو جام غوراوي سیالیو ته د لارموندنې لوبو په لړ کې خپله بله لوبه د پاکستان لوبډلې سره ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.