د راپورونو له مخې، متحده ایالتونو د ملګرو ملتونو له څه باندې څلور میلیارد ډالرو پور څخه شاوخوا ۱۶۰ میلیون ډالر د قسط په توګه ورکړي دي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جناتنتراټ کاري دوره – چې د ۲۰۲۲م کال په جولای کې پیل شوې وه- پای ته ورسېده.
د خوست ولایت سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په باک ولسوالۍ کې د څلورو کورنیو ترمنځ لس کلنه دښمني د قومي مشرانو او ولایتي چارواکو په مرسته په دوستۍ بدله شوه.
د ا.ا چارواکو له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مې کالیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغانانو پر یووالي د ټينګار ترڅنګ وویل چې د تعامل دروازې پرانیستې دي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاوري چا ته ګواښ پېښ شي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په سند ایالت کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولايت په مرکز شبرغان ښار کې څلور وسلهوال غله له یوه کوره د غلا پر مهال له امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام اعلان کړی چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې ۴.۲ میلیونه کسان په بېړني ډول سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري.
د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو د تماس ډلې غونډه سبا د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې ترسره کېږي.
اسلامي امارت نن (د سلواغې ۲۶مه) له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وتلو د ۳۷مې کالیزې په مناسب خپره کړې اعلامیه کې ویلي، متجاوز جهتونه دې عبرت واخلي او د بیا ځل لپاره دې د افغانانو د ازادۍ او حریت پر ضد ګام نه پورته کوي.
د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شلاوریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نن د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي
د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شلاوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله دویمه لوبه سوېلي افریقا ته وبایلله
د افغانستان برېښنا شرکت او د عزيزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د ۳۳۰ ميګاواټه لمریزې او ۵۱۵ میګاواټه حرارتي (ډبرو سکرو) برېښنا د تولید پروژو د عملي چارو د پیل قرارداد لاسلیک شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP