بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي
د بدخشان امنیه قومانداني وايي چې دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي دي.
د بدخشان امنیه قومانداني وايي چې دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي دي.
د سمنګان ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د ډبرو سکرو مارکېټ مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سخت ورښت، تالندې او برېښنا او سېلابو راتلو خبر ورکوي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګ لویه لار چې پرون د واورې ورېدو او سخت توپان له امله تړل شوې وه، نن سهار د مسافر وړونکو موټرو پر مخ بېرته پرانیستل شوه.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي چې له یوې موسسې سره یې د نږدې ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په اببند ولسوالی کې د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د دغه ولایت مختلفو سیمو کې د سختې ږلۍ او باران له امله يو کس مړ شوی او سلګونه جريب فصلونه له منځه تللي دي.
میدانوردګو کې ځايي سرچینې وایي، د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې په درېیو جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وايي چې سږ کال تر اوسه پورې په ټول هېواد کې له لږ تر لږه ۱۳۰ زره کورنیو سره مرسته شوې ده.
امنیتي مسوولین وایي، د غزني ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ګاز ډبې چاودنې له امله یوه تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځلور نور ټپیان دي.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې، برېښنا او ناڅاپي سېلابونو راتلو له احتماله خبر ورکوي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د کشم ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون څلور کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، د کابل پغمان کې د تېرې شنبې ورځې اورلګېدنه کې درې تنه مړه او ۳۳ ټپیان شوي او ۱۲ شرکتونه، ۶۴ کورونه، ۵۵ هټۍ او ۱۲ وسایط زیانمن شوي دي.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپيان شوي دي.
بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله یو شمېر بېکوره شوي خلک وايي، د حکومت او مرستندویه ادارو له لوري ورسره د کورونو جوړولو ژمنې شوې خو لا هم نه دي عملي شوې، بلخوا مسوولین وايي، لسګونه کورونه جوړ شوي دي.
د لغمان ولایت د ترافیکو مدیریت وایي، د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني امنيه قومانداني وایي، د غزني ښار بلخ دروازې ته څېرمه د ټانکر جوړونې سرای کې یو ټانکر کې د ګاز ډبې چاودنې درې تنه وژلي دي.
د میدانوردګو حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې وحشي لېوانو د یوه کس ۱۴ پسونه وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
غزني ولایت په مربوطاتو کې د کابل - کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د ژمي موسم په را رسېدو سره لغمان کې یو شمېر هغه کورنۍ چې د روان کال په اوږدو کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې او کورونه یې ویجاړ شوي، له حکومت او مرستندویه ادارو د سرپناه جوړېدو غوښتنه کوي.
د لوګر حکومتي مسوولین وایي چې د کابل – لوګر پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو په ګډون څلور کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي چې له یوې موسسې سره یې د څه باندې دوه میلیون او ۱۳۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړ.
نن سهار د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې له یوه پله د موټر لوېدو پېښه کې اته کسان مړه شوي او یو نادرکه دی.
هرات کې د مرګونې او ویجاړوونکې زلزلې د یوه کال په پوره کېدو سره، زلزلهځپلي وايي چې لا هم ملاتړ ته اړتیا لري او موسسې او حکومتي بنسټونه باید مرستې ورسره وکړي.