د هلمند په ګرمسېر کې د موټر چپه کېدو له امله شپږ کسان مړه شوي
هلمند کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت ګرمسېر ولسوالۍ کې یوه کانال ته د موټر لوېدو په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي.
هلمند کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت ګرمسېر ولسوالۍ کې یوه کانال ته د موټر لوېدو په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي.
ننګرهار کې امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولايت په مرکز جلالاباد ښار او مختلفو ولسواليو کې په څلورو جلا امنيتي، جنايي او ترافيکي پېښو کې اتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو کورنيو لپاره د ٦٠ کورونو د جوړولو چارې پیل شوې.
تخار کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دشتقلعې ولسوالۍ ۱۴۷ کورنیو ته – چې د وروستیو کلونو د طبیعي پېښو له امله یې کورونه له منځه تللي وو - په دولتي ځمکه کې ښارګوټی جوړېږي.
په بدخشان کې ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله لس کسان ټپیان شوي دي.
د کاپیسا امنیه قوماندانۍ وایي چې په دغه ولایت کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د دوو موټر سایکلونو د ټکر له امله دوه تنه مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د هرات له زلزلهځپلو سره د مرستو لپاره ۱۷۳ میلیون امریکایي ډالرو ته اړتیا لري.
فاریاب کې ځایي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار او قیصار ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه شوي دي.
ځایي اوسېدونکي وايي چې تېره شپه د دایکنډي میرامور ولسوالۍ په امید سیمه کې یو پلار او لور د ګازنیونې له امله مړه شوي دي.
د فراه امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې نن د ترافيکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ترانسپورټ او هوانوردۍ وزارت د هېواد په ځینو ولایتونو کې له دوړو او خاورو سره مل له نسبي تېزو بادونو خبر ورکوي.
بدخشان کې ځایي مسوولین وايي، نن سهار هم په دغه ولایت کې زلزله وشوه او ژوروالی یې ۳۱ کیلومتره د ځمکې لاندې ښودل شوی دی.
سرپل کې ځايي مسوولین وایي د دغه ولایت په سوزمهقلعه ولسوالۍ کې د سېلاب راوتلو له امله یوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي دي.
کونړ کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت غازياباد ولسوالۍ د چهارتراش لرګیو یوه سرای کې اورلګېدنې خلکو ته شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې هرات کې یې د وروستیو زلزلو له امله زلزلهځپلو سره د ۸۰ ټنه درملو او طبي توکو مرسته کړې ده.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د چاریکار ښار اړند لغمانیو سیمه کې د یوې ترافيکې پېښې له امله پنځه کسان ټپيان شول.
اروزګان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې پر یوه کور د تندر لوېدو له امله دوه ښځې ټپيانې شوې دي.
د اروزګان ولایت امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په هراود ولسوالۍ کې یوه اته کلنه نجلۍ په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوې ده.
د میدانوردګو امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه وکړی او یو بل ټپي دی.
د راپورونو له مخې، د هسپانیا ساحلي ګارډ د اتلانتیک سمندر د کانري ټاپوګانو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۵۰۰ ډېر کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي.
د کندهار د دامان ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مسوولین د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې برخه کې ولایتي رییسانو ته د چمتووالي روزنیز پروګرام له پیلېدو خبر ورکوي.
د پروان ولایت د مرکز چاریکار په قلعهخواجه سیمه کې د ترافیکي پیښې له امله د څلور ښځو په ګډون یوولس کسان ټپيان شوي دي.