منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۸ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

پېښې

۴،۶۳۸ راپورونه

راپورونه

غړي

کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر د مرستو له کڅوړو سره د هرات زنده‌جان ولسوالۍ ته تللی

په کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر په هرات کې د دغه هېواد له میشت سرقنسول سره په ګډه د دغه ولایت له زلزله‌ځپلو سیمو لیدنه وکړه او سلګونو زیانمنو شوو کورنیو ته یې د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وېشلې دي.

ځینو هېوادونو او سازمانونو د هرات له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتووالی وښود

ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، د هرات له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتووالی وښود. تېره ورځ غرمه مهال هرات او د هرات شاوخوا ولایتونه څو پرله‌پسې…

د هرات زلزله‌ځپلو ته د مرستو رسولو لپاره ګډ کمېسیون جوړ شو او سل میلیونه افغانۍ ور ولېږل شوې

د رییس‌الوزرا په مشرۍ بېړنۍ جوړه شوې غونډه کې، هرات زلزله‌ځپلو ته د مرستو رسولو لپاره ګډ کمېسیون جوړ شو او سل میلیونه افغانۍ هم دغه ولایت ته لېږل شوې دي. تېره ورځ غرمه مهال…

غړي

د افغانستان کرکټ بورډ د هرات له زلزله‌ځپلو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د هرات ولایت له زلزله‌ځپلو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه او وایي، د دغه بورډ له کارکوونکو او ملي لوبغاړو د مرستې ټولولو لړۍ هم روانه ده چې له بشپړېدو سره به د هرات پر اړمنو کورنیو وویشل شي.

غړي

هرات کې څو پرله‌پسې زلزلو زیانونه اړولي

هرات، بادغیس او فراه ولایتونو کې څو پرله‌پسې زلزلې شوې او زیانونه یې اړولي دي. د هرات د والي ویاند مولوي نثاراحمد الیاس پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې څو…

نور راپورونه