ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینو هېوادونو او سازمانونو د هرات له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتووالی وښود

ځینو هېوادونو او سازمانونو د هرات له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتووالی وښود

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۲): ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، د هرات له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتووالی وښود.

تېره ورځ غرمه مهال هرات او د هرات شاوخوا ولایتونه څو پرله‌پسې زلزلو ولړزول.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولتی وزارت د جزیياتو له ورکولو پرته وايي چې په دغه پېښه کې د مرګ‌ژوبلې شمېر ٢٠٥٣ کسانو ته رسېږي او ١٣٢٠ کورونه په بشپړه ډول ويجاړ شوي دي.

د راپورونو له مخې چې تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله د دغه ولایت په زنده‌جان او غوریان ولسوالیو کې اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش هرات کې د زلزلې له امله د اوښتي مرګ‌ژوبلې له امله په خواشینۍ څرګندولو سره له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د زلزلې له امله له زیانمنو ملاتړ وکړي.

ګوترش وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو شریکان د اسلامي امارت له چارواکو سره د دې پېښې له امله د زیانمنو سره د اړتیاوې وارزونې د همغږۍ په حال کې دي.

دغه راز، د امریکا د متحده ایالتونو د نړۍوالې پراختیا ادارې (USAID) مشرې سامنتا پاور ویلي چې همکاران به یې زیانمونو سېمې ته ولیږل شي څو د دې پېښې له امله زیانمنو کسانو ته روغتیايي او نور بیړني خدمات وړاندې کړي.‎

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یوان‌اف‌پی‌ای) دفتر له زلزله‌ځپلو کورنیو او خلکو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې د دې ادارې مرستندویه ټېمونه سېمې ته رسېدلي څو د میندو او ماشومانو له حاله ډاډ ترلاسه کړي او په دې سخت وخت کې د ښځو او نجونو له عزته ساتنه وکړي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) وايي، د دغه سازمان ډلې د زلزلې سېمې ته تللي او زيانمنو سيمو ته يې د خېمو ليږدولو بهیر پيل شوی دی.‎

د روغتيا نړۍوال سازمان ويلي، د ټپيانو د درملنې لپاره د هرات روغتونونو ته  درمل او طبي وسايل استولي ‎دي. سرچینه زیاتوي چې د اړتیا لپاره یې د درملو اضافي زېرمې هم چمتو کړي دي.

بې پولې ډاکترانو ویلي، د هرات په حوزوي روغتون کې یې پنځه موقتي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، د ټپیانو د درملنې لپاره یې طبي کېټونه استولي او د اړتیا په مهال به د هرات په روغتونونو کې له روغتیايي ټیمونو سره نوره مرسته هم وکړي.

سرچينه زياتوي: «په زيانمنو سېمو کې د ټپيانو د ژغورنې، د ټپیانو لټونې او مرستو هڅې روانې دي.»

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونیسف له زیانمنو کورنیو سره خواخوږۍ سربېره ویلي چې یونیسف ټېمونه د ملګرو ملتونو له خپلو همکارانو سره د پېښې ځای تللي دي.‎

دغه راز په کابل کې د ایران سفارت د زلزلې له قربانیانو او ټپیانو سره د غم‌شریکۍ ترڅنګ ویلي: «ایران چمتو دی چې د تماس د سیمه‌ییزې کمیټې له لارې د بشردوستانه همکاریو په چوکاټ کې د نړۍوالو مرستو راجلبولو لپاره لاس په کار شي او د بشري مرستو د لېږد لپاره خپل سرحدي خدمتونه ډېر کړي.»

په ورته مهال، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې له زلزله‌ځپلو سره همکارۍ ته چمتو دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ څرګندولو سربېره، د زلزلې له امله مړو شوو کسانو ته د مغفرت او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا غوښتنه کړې او لیکلي یې دي: «ترکیه د تل په څېر د خپلو افغان وروڼو د وضعیت ښه‌والي لپاره هر ډول هڅې او ملاتړ ته چمتو ده.»

په افغانستان کې د چین سفیر جاوشینګ دغه پېښه خواشینونکې بللې او د افغانستان له خلکو سره یې غم‌شریکۍ ترڅنګ ویلي: «د چین دولت او خیریه موسسې هر ډول مرستې ته چمتو دي او موږ د افغانستان د حکومت له مرستندویه بنسټونو سره اړمنو ته مرستو رسولو لپاره په اړیکه کې یو.»

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا هم پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په خواشینۍ سره یې په هرات کې ‎زلزلې خبر ترلاسه کړی او له زیانمنو کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي ‎چې د دغې پېښې قربانیانو ته د رسیدو لپاره د ناروې د همکارانو له لوري بېړنۍ بشري مرستې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره په همغږۍ دوام لري.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټېم لوبغاړي راشدخان د زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، هغه پیسې چې د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د نړۍوال جام په سیالیو کې هغه ته ورکول کېږي، د هرات ولایت زلزله ځپلو ته یې ورکوي.

Visits: 73

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.