منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۴ غ.و
۲۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

پېښې

۴،۶۳۸ راپورونه

راپورونه

غړي

جوزجان او نیمروز کې د سړې هوا له امله څه باندې ۵۵۰۰ څاروي له منځه تللي دي

په هېواد کې د یخنۍ په زیاتېدو سره، د جوزجان مسوولین په دغه ولایت کې د درېیو کسانو د مړینې ‎او د څه باندې درې زره څارویو د له منځه تللو خبر ورکوي او وايي، هڅه کوي چې د دغو پېښو زیانمنو ته بشري مرستې ورسوي.

د هوا په سړېدو سره د څارویو د تلف کېدو پېښې؛ بادغیس کې مالداران له حکومته دې برخې ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي

په بادغیس کې ځيني مالداران د هوا په سړېدو سره د خپلو څارویو د له منځه تلو او د زیانونو اوښتو خبر ورکوي وایي، که حکومت پاملرنه ونه کړي، ډېر څاروي به یې له منځه لاړ شي.

غړي

د سالنګ لویه‌لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګ په لویه‌لار کې د واورې پاکولو عملیات پای ته ورسېدل او دغه لار له دواړو خواوو د مسافروړونکو موټرو او له شماله سویل ته د باروړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.

غړي

د غور- کابل لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

د غور سیمه‌ییزې سرچینې د غور - کابل لویه لار د بیا پرانیستلو خبر ورکوي او وايي چې له دوو ورځو سختو واورو او توپانونو وروسته د دغه ولایت د ټولګټو ریاست د واوروپاکولو ټیم له خوا دغه لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.

غړي

د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

د سالنګونو ساتنې او څارنې ریاست وايي، د سالنګ لویه لار د واورې او توپان له امله د ټولو موټرو پر مخ تړل شوې او په سیمه کې د څو بندو موټرو سپرلۍ مصوونو خونو ته لېږدول شوې دي.

نور راپورونه