ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اغاخان بنسټ د خوست زلزله‌ځپلو ته ۳۰۰ کورونه جوړوي

اغاخان بنسټ د خوست زلزله‌ځپلو ته ۳۰۰ کورونه جوړوي

author avatar
12 Jan 2023 - 15:25
اغاخان بنسټ د خوست زلزله‌ځپلو ته ۳۰۰ کورونه جوړوي
author avatar
12 Jan 2023 - 15:25

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۱): د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، اغاخان بنسټ په خوست کې زلزله‌ځپلو ته ۳۰۰ کورونه جوړوي چې ۵۰ سلنه چارې یې مخ ته تللې دي.

دغه وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د اغاخان بنسټ د مسکن برخې استازو د کور او ښار جوړولو وزارت له سرپرست شیخ حمدالله نعماني سره په لیدنه کې د دې ادارې د مرستو او په خوست او پکتیکا کې زلزله‌ځپلو ته د کورونو جوړولو په اړه معلومات ورکړل.

د اغاخان بنسټ استازو د دغه وزارت له همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه بنسټ په خوست او پکتیکا کې د زلزله‌ځپلو لپاره د دایمي کورونو جوړولو او سړکونو د ترمیم چارې پيل کړې دي.

د دغه بنسټ استازو وویل چې د کور او ښارجوړولو وزارت په مرسته په خوست کې زلزله‌ځپلو ته ۳۰۰ کورونه جوړوي چې ۵۰ سلنه چارې یې مخ ته تللې دي.

هغوی د کابل په درېیمه ناحیه کې د ټولنیزو او اقتصادي مطالعاتو په اړه- چې د متخصصینو له خوا پر مخ وړل کېږي- هم معلومات ورکړل.

د کور او ښارجوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني د اغاخان بنسټ له هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه وزارت په خوست، پکتیکا او نورو ولایتونو کې د دغه بنسټ د پروژو له تطبیقه ملاتړ کوي.

Views: 111

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.