د سالنګ لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه
د سالنګونو ساتنې او مراقبت چارواکي وایي، د واورې اورېدو او توپان له امله له نن سهار راهیسې د سالنګ لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې خو د نورو موټرو لپاره خلاصه ده.
د سالنګونو ساتنې او مراقبت چارواکي وایي، د واورې اورېدو او توپان له امله له نن سهار راهیسې د سالنګ لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې خو د نورو موټرو لپاره خلاصه ده.
سیمهییزې سرچینې وایي، د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې تر خاورو لاندې ایسار یو کانکیندونکی له څلوېښتو ساعتونو وروسته ژغورل شوی او هیله شته چې دوه نور بند پاتې کسان هم وژغورل شي.
د هواپېژندنې ریاست په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې له سېلابونو راوتلو سره د سختې واورې او باران ورېدو د اټکل خبر ورکړی دی.
په ننګرهار او غور ولایتونو کې د ترافیکي پېښو امله یو کس مړ شوی او ۱۴ نور ټپیان دي.
سیمهییزې سرچینې وايي، د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د سرو زرو استخراج پر کارځای د یوې تپې ښويېدو له امله یو شمېر کانکېندونکي تر خاورو لاندې بند پاتې دي او تر اوسه دوه کسان…
یوې نسبتاً زورورې زلزلې د افغانستان پلازمېنې کابل او ځینو ولایتونو په ګډون د پاکستان، تاجکستان او هندوستان ځینې سیمې ولړزولې. دا زلزله نن (د مرغومي ۱۵مه) ماسختن شاوخوا ۶:۵۷ دقیقې وشوه او شاوخوا یوه…
د فراه امنیتی مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د کندهار ښار په عینو مېنه کې یو لس کلن ماشوم - چې کاغذونه یې ټولول - لېونیو سپیو داړلی او وژلی دی.
د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د ماشومانو د زدهکړې یو شمېر سیمهییز ټولګي د نامعلومو کسانو له خوا سوځول شوي دي.
د جوزجان د درزاب ولسوالۍ امنیه قومانداني وايي، په دغه ولسوالۍ کې د یوه استوګنیز کور د چت غورځېدو پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د خوست ولايتي مسوولين وايي، دغه ولايت کې د ډبرو سکرو ګاز نيونې له امله د يوې کورنۍ څلور غړي چې درې يې ماشومان دي، مړه شوي دي.
د کندهار ښار - سپین بولدک پر لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو ښځو او یوه ماشوم ژوند بایللی او د ۸ ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.
ځایي سرچینې وايي، درېیو ماشومانو - چې په یوه رېنجر حکومتي موټر کې خپلو کورونو ته تلل - ځانونه یې له موټره غورځولي؛ یو یې مړ شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
لغمان کې پرون په څو ترافيکي پېښو کې درې کسان مړه او ۲۱ ټپيان او دغه راز په بامیان کې د ترافيکي له امله یو کس مړ او دوه ټپيان شوي دي.
د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۱٦ نور ټپيان شوي دي. د فرا امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼې له مخې، نن ماښام د بکواه ولسوالۍ…
په زابل او پنجشېر ولايتونو د ترافيکو پېښو له امله د درېيو ښځو په ګډون ١١ کسان ټپيان شوي دي.
د کابل – غور او غور – هرات لویېلارې او د غور د ۹ ولسوالیو مواصلاتي لارې له تېرې شپې راهیسې د واورې ورېدو او سخت توپان له امله د تګراتګ پرمخ تړل شوې دي.
په فاریاب ولایت کې یو کس په چاړه وژل شوی او په درېیو ترافیکي پېښو کې یو کس مړ او ۷ نور ټپيان شوي دي.
د سالنګونو ساتنې او څارنې ریاست وايي، د وړاندوینو له مخې په راتلونکې یوه اوونۍ کې په سالنګ کې د سختې واورې ورېدو له امله پر دې لویهلاره د ګڼېګوڼې کمولو په موخه د ټریلري موټرو تګ راتګ بند شوی دی.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت د هسکې مېنې ولسوال په يوه ترافيکي پېښه کې چې ۸ کسانو ته يې مرګژوبله اړولې، ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ورښت او سختې واورې د اټکل خبر ورکړی دی.
کندهار (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱) د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د راکټ د يوې زړې سرګلولې چاودنې د يوې کورنۍ له يوه ماشوم ژوند واخيست او درې نور يې ټپيان کړل. د کندهار د والي ویاند حاجي زید پژواک…
د ژمي په رارسېدو سره هوا ډېره سړه شوې او ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو ګرمولو لپاره له اوبلن ګاز او ډبرو سکرو څخه استفاده کوي؛ ډاکټران خلکو ته سپارښتنه کوي چې د ګازي او ډبرو سکرو بخاریو د استفادې پرمهال له پوره احتیاطه کار واخلي.