د واورې، سړې هوا او توپان له امله په امریکا کې ۳۱ تنه مړه او زرګونه الوتنې لغوه شوې
د امریکا په یو شمېر سیمو کې د سختې واورې او توپان له امله لسګونه کسان مړه شوي ، زرګونه الوتنې لغوه شوې او لسګونه میلیونه خلک زیانمن شوي دي. دا په داسې کې ده…
د امریکا په یو شمېر سیمو کې د سختې واورې او توپان له امله لسګونه کسان مړه شوي ، زرګونه الوتنې لغوه شوې او لسګونه میلیونه خلک زیانمن شوي دي. دا په داسې کې ده…
د پکتیکا سمیهییز چارواکي او د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالي کې له پرون راهیسې درې ځلې زلزله شوې خو زیان یې نه دی اړولی. په یاده ولسوالي کې د زلزلهځپلو کمپ…
په پکتيا او بغلان ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د سالنګ لویه لار- چې د تونل دننه اورلګېدنې له امله تړل شوې وه - څو شېبې مخکې د بېړنیو ناروغانو او جنازو لېږدوونکو کوچنیو موټرو پر مخ خلاصه شوه.
د عامې روغتیا وزارت وايي، روغتيايي ډلو په سالنګ کې د اورلګېدنې له پېښې تر اوسه ۳۷ ټپيان روغتيايي مرکزونو ته لېږدولي او ۳۱ «شهيدان» د پېښې له سيمې ايستل شوي، خو دغه شمېرې وروستۍ نه دي.
د میدانوردګو په مربوطاتو کې د کابل - هرات لويې لارې په اوږدو کې نن سهار وختي د یوه ۵۸۰ مسافروړونکي موټر چپه کېدو له امله د دوو ښځو په ګډون ۱۴ کسان ټپيان شوي دي.
چارواکي وایي، د کندهار د یوولسمې حوزې اړوند په عینو مېنه کې یوه ځوان نن سهار په خپل کور کې ځان ویشتلی او وژلی دی.
د ټولګټو چارو وزارت وایي، د سالنګ په تونل کې د تېرې شپې د اورلګېدنې له امله ۱۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۷ نور ټپیان دي.
د کابل – شمال پر لویه لار په سالنګ تونل کې یوه ټانکر کې د اورلګېدنې له امله ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي او لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د دایکنډي امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولايت په مرکز نیلي او پاتو ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي. د دایکنډي د امنیې…
د هېواد په پلازمېنې کابل او شاوخوا ولایتونو کې یو ځل بیا سخته زلزله وشوه، خو تر اوسه له امله یې د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. دا زلزله نن د…
د ترافیکو عمومي ریاست وایي، په تېرو ۹ میاشتو کې د هېواد په کچه له ۱۳۱۴ څخه ډېرې ترافیکي پېښې ثبت شوې دي چې له امله یې نږدې درې زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده؛ د ترافیکي پېښو تلفاتو دغه شمېر د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.
د کابل ښار د خیرخانې مېنې اړوند د لېسه مریم بازار په یوه مارکېټ کې اورلګېدنې له امله هټۍوالو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
د بغلان د ترافیکو مديريت وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د ترافیکې پېښې له امله دوه کسان مړه او د یوه ماشوم په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.
د کندوز په علياباد ولسوالۍ کې د ترافیکې پېښې له امله پنځه کسان مړه او ۲۸ نور ټپیان شوي دي، دغه راز په ميدان وردګو کې د موټر د چپه کېدو په پېښه کې يو تن مړ او درې ژوبل شوي دي.
د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د تېرې زلزلې له امله زیانمنو شوو خلکو ته ۴۸ کورونه جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د هېواد پلازمېنې کابل په ګډون ځينو ولایتونو کې نن سهار وختي زلزله شوې ده. عیني شاهدان وايي چې زلزله نن (د لېندۍ ۲۰مه) سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې وشوه او خلک یې له خوبه…
د هواپېژندنې ادارې د هېواد په لسو ولایتونو کې د سخت ورښت او واورې اورېدو خبر ورکړی دی.
د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ اړوند په دښت ټوپ سیمه کې نن له غرمې وروسته د دوو موټرونو د ټکر له امله شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د افغانستان مشهوره سندرغاړې قمرګله د ورپېښې ناروغۍ له امله د کاناډا په ټورنټو ښار کې مړه شوې ده.
په بدخشان کې د یو کور د خونې چت لوېدو پېښه کې د دوو ښځو په ګډون د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه او دوه نور ټپیان شوي دي. د بدخشان د اطلاعلاتو او فرهنګ…
د پکتیکا د زلزلهځپلو ولسوالیو برمل، ګیان او زېړوک اوسېدونکي وايي، که څه هم له دوی سره په ځینو برخو کې مرستې شوې خو د بنسټیزو کارونو په برخه کې ورسره شوې ژمنې نه دي عملي شوې.
ښرنه (پژواک ۱۴ لېدنۍ ۱۴۰۱) د پکتیکا ولایت په سرروضې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پکتیکا د مرکز ښرنې د ملکي روغتون رییس ډاکټر یحیی پژواک خبري اژانس ته…
د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې يو باروړونکی ټېلر موټر له خپل مسیره وتلی او ترڅنګ یې پلې لار کې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.