د مزار – حیرتان پر لار ترافیکي پېښه کې شپږو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
د بلخ د مرکز مزارشریف - حیرتان پر لار د یوې کرولا او ډمټرک موټرو د ټکر له امله پنځه کسان مړه شوي او یو کس ټپي دی.
د بلخ د مرکز مزارشریف - حیرتان پر لار د یوې کرولا او ډمټرک موټرو د ټکر له امله پنځه کسان مړه شوي او یو کس ټپي دی.
د زابل په مرکز کلات ښار او د بغلان اړوند په شمالي سالنګ کې ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۱۱ کسان ټپيان شوي دي.
د بغلان ولايت په خنجان ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله د یوه مفتي په ګډون درې کسان مړه شوي او درې نور ټپيان دي.
د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
امنیتي مسوولین وایي، په کابل ښار کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ شپږو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی. باختر خبري اژانس د امنیتي مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې دا پېښه د…
په ترکیه کې د وژل شوي افغان ځوان شفیقالله ستانکزي جسد هېواد ته له لېږدول کېدو وروسته، په لوګر ولایت کې خاورو ته وسپارل شو.
د غزني ولایت د مرکز اړوند پنځمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د ډبرو سکرو بخارۍ ګاز له امله یوه مور او د هغې دوه ماشومان مړه شوي دي. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ…
د سمنګان- بلخ پر لار د ترافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.
د زابل په مرکز کلات کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۷ نور ټپيان شوي دي. د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل،…
د بغلان حکومتي مسوولين وايي، په دغه ولایت کې په تېرو اتو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۱ کسان مړه او ۱۳۳۶ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان سرپرست حکومت د اندونیزیا پر هغې زلزلې خواشیني څرګنده کړې چې په ترڅ کې یې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په بغلان ولايت کې اوبو ته د موټر غورځېدو په پېښه کې پنځه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د یوه کان ښویېدو له امله دوه کسان پکې بند پاتې دي چې د مسوولینو په وینا، ښايي مړه شوي وي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، هر کال په ټوله نړۍ کې د ترافیکي پېښو له امله ۳،۱ میلیون کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د بغلان ولایت په شمالي سالنګ او دوشي ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ١١ کسان مړه او ۴٨ نور ټپيان شوي دي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د زوم په ګډون دوه کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.
د کابل- کندهار پر لویه لار د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان ټپیان شوي چې د درېیو روغتیايي وضعیت اندېښمنوونکی ښودل شوی دی.
د کابل-کندهار پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله يو کس مړ شوى او د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٦ نور ټپيان شوي دي.
د ميدان وردګو مسوولین وايي چې د دوو موټرو د ټکر په پېښه کې ۱۱ تنه ژوبل شوي دي.
د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د یوې خونې چت لوېدو پېښه کې د يوې کورنۍ درې کسان مړه شوي او يوه نجلۍ ټپي ده.
د بغلان په مرکز پلخمري او دوشي ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان ټپيان شوي دي.
په غور کې سیمهییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د واورې سخت ورښت له امله د غور – کابل لویه لار د مسافرو پرمخ تړل شوې ده.
د لغمان مسوولین وايي، د دغه ولایت په قرغيو ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.
د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ د شباشک ډبرو سکرو کان کې د کاربن مونواکساید ګاز خپرېدو له امله درې کان کیندونکي مړه شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د اورښت او سېلابونو راوتلو د اټکل خبر ورکړی دی.