ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکیه کې وژل شوی افغان ځوان شفیق‌الله ستانکزی لوګر کې خاورو ته وسپارل شو

ترکیه کې وژل شوی افغان ځوان شفیق‌الله ستانکزی لوګر کې خاورو ته وسپارل شو

author avatar
2 Dec 2022 - 00:04
ترکیه کې وژل شوی افغان ځوان شفیق‌الله ستانکزی لوګر کې خاورو ته وسپارل شو
author avatar
2 Dec 2022 - 00:04

پل‌علم (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۱ ): په ترکیه کې د وژل شوي افغان ځوان شفیق‌الله ستانکزي جسد هېواد ته له لېږدول کېدو وروسته، په لوګر ولایت کې خاورو ته وسپارل شو.

۲۵ کلن شفيق‌الله ستانکزی د سيداحمد زوی، د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ د «مغل‌خېلو» کلي اوسېدونکی و او په اقتصاد کې یې لوړې زده‌کړې کړې وې.

نوموړي شاوخوا يوه مياشت وړاندې په هېواد کې د ترينګلي اقتصادي وضعيت له امله په قاچاقي توګه اروپا ته سفر پیل کړی و، خو د نومبر مياشتې په ۱۱مه نېټه د ترکیې ‎په «وان» ښار کې له يوې ودانۍ څخه د لوېدو پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ.

د نوموړي د ماما زوی ميرويس د لېندۍ په ۱۰مه، د هغه د جنازې تر مراسمو وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، شفیق‌الله ستانکزي په هېواد کې هيڅ ډول سیاسي ستونزې نه لرلې، بلکې د اقتصادي ستونزو له امله په قاچاقي توګه یې اروپا ته سفر پیل کړی و.

هغه زیاته کړه، نوموړی د ترکيې په وان ښار کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې له يوې لوړپوړیزې ودانۍ غورځول شوی او ځای پر ځای مړ شوی و.

میرویس وايي، د شفیق‌الله ستانکزي جسد لس ورځې ورسته نن د لېندۍ مياشتې په ۱۰مه هېواد ته راولېږدول شو او تر جنازې وروسته یې د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ په مغل‌خیلو کلي کې خاورو ته وسپار شو.

د شفیق‌الله ستانکزي اوښي هدایت‌الله ايمل احدي پژواک ته وویل، د نوموړي وژنې دده ټوله کورنۍ او دوستان خفه کړي دي.

هغه زیاته کړه، شفیق په ډېر کم عمر کې په فرهنګي او ټولنيزو برخو کې د خپل ولايت په ګډون د هېواد په کچه فرهنګي او ټولنيز خدمتونه ترسره کړي دي او له دې لارې د زرګونه هېوادوالو په زړونو کې ځای موندلی و.

بلخوا، د شفیق‌الله ستانکزي يوه نږدې ملګري جلال صافي پژواک ته وويل چې د هغه وژنه د هېواد لپاره لویه ضايعه ده او هغه د ښو اخلاقو لرلو له امله په ټولنه کې نيک نوم درلود.

هغه زياته کړه، له شفیق‌الله ستانکزي سره یې څو کاله ګډ مدني، فرهنګي او ټولنيز فعاليتونه ترسره کړي دي او ډېری وخت به یې د ځوانانو پیوستون او پرمختګ لپاره هڅی کولې.

Visits: 2012

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.