ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سالنګ تونل کې اورلګېدنې له امله یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او لاره بنده شوې

سالنګ تونل کې اورلګېدنې له امله یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او لاره بنده شوې

author avatar
18 Dec 2022 - 00:21
سالنګ تونل کې اورلګېدنې له امله یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او لاره بنده شوې
author avatar
18 Dec 2022 - 00:21

پلخمري (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د کابل – شمال پر لویه لار په سالنګ تونل کې یوه ټانکر کې د اورلګېدنې له امله ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي او لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني د لېندۍ په ۲۶مه، د شپې ناوخته پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه د شپې شاوخوا نهه بجې رامنځته شوې وه.

هغه زیاته کړه، په سالنګ تونل کې دننه د سون‌توکو یو موټر اخیستی، خو دا لا معلومه نه ده چې د تېلو موټر و، که د ګازو.

برهاني وایي، داورلګېدنې له امله لاره تړل شوې او تونل ته دننه د خلکو ژغورنې لپاره څوک نه شي ورتللی.

دی زیاتوي، تونل ته نږدې ځایي خلکو ورته ویلي چې تر اوسه ۱۶ کسان چې مړي او ټپیان دواړه پکې شامل دي، له تونل څخه ایستل شوي دي.

د برهاني په وینا، له بغلان څخه د اوروژنې موټر د سالنګ پر لور حرکت کړی دی.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول حافظ محمدیعقوب پژواک ته وویل چې له سوېلي سالنګ څخه ۱۸ او شمالي سالنګ څخه ۷ ټپیان لېږدول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي وویل چې ګرځنده ټیمونه سیمې ته لېږدول شوي او لاره اوس هم بنده ده.

بلخوا، د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح رسنیو ته ویلي چې په سالنګ کې یو ټانکر تر چپه کېدو وروسته اور اخیستی دی.

هغه زیاتوي چې له شمالي سالنګ څخه د اور زیاتوالي له امله د سالنګونو د ساتنې او څارنې کارکوونکي نه شي کولی چې تونل ته ننوځي خو له سوېل لوري څخه هڅې روانې دي.

د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو لیکلي چې په دې پېښه کې ۲۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو یو شمېر نور مسافرین لا په تونل کې بند پاتې دي.

Visits: 70

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.