منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۱ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

دایکنډي کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۶ نور ټپيان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۶ کتنې · تازه شوی

نیلي (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د دایکنډي امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولايت په مرکز نیلي او پاتو ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌علي جاوید پژواک خبري اژانس ته وویل، په لومړنۍ پېښه کې چې تېره شپه د ولایت مرکز اړوند په پای سیمه کې شوې، پر موټرسایکل سپور یو ځوان د پولیسو له چک‌پاینټ څخه د تېرېدو پرمهال د سړک غاړې له یوې تېږې سره جنګېدلی او مړ شوی دی.

هغه زیاته کړه، پولیسو له هغه د تالاشۍ په موخه د درېدو غوښتنه کړې وه، خو هغه د تېښتې پرمهال د سړک غاړې له یوې تېږې سره جنګېدلی دی.

نوموړي وویل، په دوهمه پېښه کې چې تېر ماښام د دایکنډي د پاتو ولسوالۍ په سیاه‌بغل سیمه کې شوې، یو لنډکروزر موټر له سړکه اوښتی او پکې ناست ۶ کسان ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د دغې پېښې د ځينو ټپیانو وضعیت نازک دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې