ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي ځیني اوسېدونکي ژمي کې د مواصلاتي لارو د پرانیستې ساتلو غوښتنه کوي

د دایکنډي ځیني اوسېدونکي ژمي کې د مواصلاتي لارو د پرانیستې ساتلو غوښتنه کوي

author avatar
10 Jan 2023 - 19:55
د دایکنډي ځیني اوسېدونکي ژمي کې د مواصلاتي لارو د پرانیستې ساتلو غوښتنه کوي
author avatar
10 Jan 2023 - 19:55

نیلي (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ژمي په راتلو سره د واورو ورېدو له امله د دغه ولایت ډېری مواصلاتي لارې تړل کېږي چې خلکو ته د سختو ستونزو لامل ګرځي.

دوی وايي، له وروستیو دوو ورځو ورښت وروسته لا هم د ځینو ولسوالیو نښلوونکې لارې د موټرو د تګ راتګ پر مخ تړلې پاتې دي چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکي علي‌جان محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ژمي په راتلو سره د واورو ورېدو له امله لارې د اوږد مهال لپاره د تګ راتګ پر مخ تړل کېږي چې روغتیايي او نورو ورځنیو خدمتونو ته لاسرسی ناممکن وي.

هغه زیاته کړه: «دوه ورځې مخکې واوره ورېدلې وه چې تر اوسه د شیګات کوتل، ورسیل کوتل، رباط او د ګیرو شاوخوا د څو نورو سیمو لارې لاهم تړلې پاتې دي.»

دوی وايي، دایکنډي د هېواد یو له سړو ولایتونو دی چې ډېرې واورې پکې کېږي او له امله یې د مرکز، ولسوالیو او څېرمه ولایتونو ترمنځ نښلوونکې لارې تړل کېږي.

د دایکنډي اوسېدونکی قاسم وايي، په ژمي کې د واورې له ورېدو سره مواصلاتي لارې بندې وي او له سختو ستونزو مخ کېږي.

هغه له حکومته غواړي چې د نښلوونکو لارو پرانیستې ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي.

په ورته مهال، د دایکنډي د ټولګټو ریاست مسوولین وايي چې ځینې مواصلاتي لارې پرانیستل شوې دي.

د دایکنډي د ټولګټو ریاست د کار او ساختماني چارو امر انجنیر شېرعلي پژواک ته وویل، د واورې ورېدو له امله د ځینو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوې وې؛ خو اوس بېرته پرانیستل شوې دي.

هغه زیاته کړه، د یو شمېر کلیو لارې لا هم د تګ راتګ پر مخ تړلې پاتې دي.

نوموړی د واورو ورېدو له امله د تړل شوو مواصلاتي لارو د پرانیستې ساتلو لپاره د لازم چمتووالي خبره کوي.

هغه وویل، دوی د قوناق، سیاه بوغندي او خدیر کوتلونو په ساحه کې د ټولګټو ریاست د مشینرۍ په وسیله ۵۹ کیلومتره سړک له واورو پاکوي.

هغه زیاته کړه، په ولسوالیو کې له واورې د ۳۲۸ کیلومتره سړک پاکولو چارې خصوصي سکټور ته په قرارداد ورکړل شوې دي.

Visits: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.