ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زلزلې د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه ولړزول

زلزلې د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه ولړزول

author avatar
6 Jan 2023 - 00:23
زلزلې د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه ولړزول
author avatar
6 Jan 2023 - 00:23

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): یوې نسبتاً زورورې زلزلې د افغانستان پلازمېنې کابل او ځینو ولایتونو په ګډون د پاکستان، تاجکستان او هندوستان ځینې سیمې ولړزولې.

دا زلزله نن (د مرغومي ۱۵مه) ماسختن شاوخوا ۶:۵۷ دقیقې وشوه او شاوخوا یوه دقیقه یې دوام درلود.

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي پژواک اژانس ته وویل چې دا زلزله د ریختر په کچه نږدې ۶ درجې وه او مرکز یې د یمنګان ولسوالۍ په ایرغسک سیمه کې و.

هغه وایي، تر اوسه د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

په ټولنیزو شبکو کې خلکو لیکلي چې دا زلزله په تخار، کندوز، بغلان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، غزني، خوست، لوګر، میدان وردګ او ځینو نورو ولایتونو کې هم حس شوې ده.

بلخوا، نړۍوالو سرچینو خبر ورکړی چې په همدې حال کې دا زلزله د پاکستان، تاجکستان او هندوستان په ځینو سیمو کې هم حس شوې ده.

د امریکا د زلزلې سنجولو ادارې ویلي چې د دې زلزلې مرکز د افغانستان په شمال هندوکش غرونو کې و او د ریختر په کچه ۵،۷ درجې وه.

د یادونې ده، څو میاشتې مخکې په خوست او  پکتیکا ولایتونو کې له خونړۍ زلزلې وروسته څو ځلې نورې زلزلې هم وشوې، خو مرګ‌ژوبله یې نه لرله.

Visits: 63

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.