«افغانستان کې د زلزلې له امله له ۱۹۰زره زیات زیانمن شوي ماشومان بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري»
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، په افغانستان کې له ۱۹۰زرو څخه ډېر زلزلهځپلي ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، په افغانستان کې له ۱۹۰زرو څخه ډېر زلزلهځپلي ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په فاریاب ولایت کې سیمهییزې سرچینې وايي، د مېمنې پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه امنیتي منسوبین مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
د پکتیکا ولایت ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتو او تندر لوېدو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. یوې ځایي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اورګون ولسوالۍ په…
د غزني ولایت مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې تېز باد او باران خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
د میدان وردګو ولایت مسوولین وايي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.
د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په زلزلهځپلو سیمو کې تر ۱۰۰ ډېر ډاکټران ګومارل شوي څو زیانمنو خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
په اروزګان کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې ۴ کسان مړه او ۵ نور ټپيان شوي او د یوې سرګلولې چاودنې بیا ۲ ماشومان ټپيان کړي دي.
د بدخشان سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي.
په پاکستان کې پنځه افغان محصلين چې له اسلام اباده کوېټې ښار ته پر لار وو، په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوي دي.
د بلوچستان شیراني سیمه کې د یوې ترافیکي پیښې له امله د یو شمبر افغانانو په ګډون ۲۰ تنه مړه شوي. پاکستانیو رسنیو خبرو ورکړی چې دا پیښه نن تر غرمې مخکې هغه مهال…
د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره په پکتیکا کې له ۵۰۰ زلزلهځپلو کورنيو سره د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اړینو توکو مرسته کوي.
د لوګر په محمد اغې او برهکي برک ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو په پایله کې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هلمند سیند اوبو کې د ډوب شوو دوو کسانو مړي موندل شوي دي.
په ایران او متحده عربي اماراتو کې سخته زلزله شوې، خو په ایران کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. ایراني رسنیو خبر ورکړی چې دا زلزله تیره شپه په شاوخوا دوه…
د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله د ښځو په ګډون ۴ کسان مړه او ۹ نور ټپيان شوي دي.
د زابل مسوولین وايي، د دغه ولايت په شاه جوی ولسوالۍ کې د یوې کشمشخانې غورځېدو له امله دوه کسان مړه شوي دي.
په بدخشان ولایت کې سیمهییزې سرچینې وايي، د ریختر په کچه ۴،۸ درجې زلزلې دغه ولایت ولړزاوه.
افغانستان کې د جاپان سفارت وايي، هېواد یې په افغانستان کې له زلزلهځپلو سره ۳ میلیون ډالر مرسته کوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر خوست او پکتیکا ته د سفر پر مهال له ځان سره ۵۳ میلیونه افغانۍ وړې، څو زلزلهځپلو ته د سرپناه جوړلو لپاره ورکړل شي.
د پنجشېر ولایت په پریان ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) په افغانستان کې له ۳۶۲زره زلزلهځپلو سره د مرستو لپاره، د ۱۱۰ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره د چین د اته میلیون ډالرو په ارزښت کمپلې، جامې او نور اړین توکي په دوو الوتکو کې کابل ته راورسېدل.
د امریکا په ټکساس ایالت کې له یوه ټېلر موټره د ۴۶ کسانو مړي موندل شوي چې ویل کېږي د ناقانونه کډوالو دي.
په بادغیس ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او ۱۲ نور ژوبل شوي دي. د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا…