منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۵ غ.و
۲۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

پېښې

۴،۶۳۸ راپورونه

راپورونه

غړي

کتونکي: د پکتيکا زلزله ځپلي خلک بنسټیزو خدماتو ته اړتیا لري

د پکتيکا د ګيان او برمل ولسواليو اوسېدونکي او يادو سيمو ته د هېواد له نورو ولايتونو له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره ورغلي خلک وايي، حکومت، ملي او نړيوالې مرستندويه ادارې دې د دغو ولسواليو زيانمنو شويو خلکو ته د دايمي سرپناه، روغتيا، تعليم او بيارغونې په برخو کې بنسټیز کارونه وکړي.

غړي

ډبلیو اېچ او: افغانستان کې زلزله‌ځپلو ته د روغتیایي چوپړ لپاره ۶،۴ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په پکتیکا او خوست کې د درېیو میاشتو لپاره د روغتیا په برخه کې له زلزله‌ځپلو سره د اړینو مرستو لپاره نږدې شپږ نیم میلیون امریکایي ډالرو ته اړتیا ده.

غړي

ډبلیو ‌اېچ ‌او: افغانستان کې د زلزلې له امله د مړه شوو شمېر ۱۰۳۶ او د ټپیانو ۲۹۴۹ ته ورسېد

د روغتيا نړيوال سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې د وروستۍ زلزلو له امله ۱۰۳۶ کسان مړه او ۲۹۴۹ نور ټپیان شوي او دغه راز ۴۵۰۰ کورونه هم په بشپړ ډول نړېدلي او یا زیانمن شوي دي.

غړي

د پکتیکا والي: په زلزله‌ځپلو سیمو کې د ژوند بېرته عادي کولو په موخه بنسټیز کارونه کوو

د پکتیکا سرپرست والي وايي، د دغه ولایت زلزله‌ځپلو سیمو ته روغتیايي او بشري مرستې رسېدلې دي او د زیانمنو شوو لومړنیو اړتیاوو ته رسېدنه شوې ده؛ خو حکومت پلان لري چې له مرستندویه ادارو سره په ګډه دغلته د ژوند بېرته عادي کولو په موخه بنسټيز کارونه وکړي.

نور راپورونه