منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۷ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: ښه
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

له غزني تر کندهاره د وارداتي برېښنا لېږد په موخه د پایو لګولو درېدلې چارې بیا پيل شوې

له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ وارداتي برېښنا د لېږد په موخه د مزیو غځولو او پایو لګولو چارې- چې له تېرو دوو کلونو راهیسې درېدلې وې - د سرپرست حکومت د ریاست‌الوزراء په حکم بیا پيل شوې.

له کندهاره د څه باندې ۴۸ میلیون ډالرو په ارزښت انار بهر ته صادر شوي

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، له دغه ولایته بهر ته د انارو صادرات پای ته رسېدلي چې په لړ کې یې د څه باندې ۴۸ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت څه باندې ۸۸ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي دي.

نن د تېر زېږدیز کال همدغه وخت په پرتله د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت تر ۱۲ سلنه ډېر لوړ شوی

نن د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ لومړۍ نېټه ده، د پژواک اژانس موندنې ښيي چې د تېر کال همدغه وخت په پرتله د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د ۱۲ سلنه لوړېدو ترڅنګ، د خوراکي توکو بیې تر ۸ سلنه ډېر، د نفتي توکو بیې تر ۳ سلنه ډېر او د سرو زرو بیه ۶ سلنه ټيټوالی ښيي.

غړي

د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ مسوولیتونه د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ته سپارل شوي

د حیرتان - مزارشریف اوسپنې پټلۍ مسوولیتونه- چې له ۱۱ کلونو راهیسې د یوې ازبکستانۍ کمپنۍ له لوري ترسره کېدل- له ازبکستاني چارواکو سره د یوې هوکړې له مخې افغان لوري ته وسپارل شول.

غړي

کورنیو چارو وزارت ته د ډبرو سکرو برابرونکې قراردادي لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده

لومړنۍ سوداګره چې د داوطلبۍ له لارې کورنیو چارو وزارت ته د ډبرو سکرو برابرولو قرارداد ترلاسه کړی او ۵۷ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې، له نورو سوداګرو ښځو غواړي چې په داسې داوطلبیو کې ګډون وکړي څو ګټوونکې شي.

نور راپورونه