کندهار (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اړوند په کوتل مرچې سیمه کې د کندهار ښار نهمې ناحیې لپاره د پاکو اوبو رسولو یوې پروژې چارې نن یکشنبه پيل شوې.
مسوولین وايي، دغه پروژه د ۸۹ میلیون افغانیو په لګښت د یوه کال په موده کې بشپړېږي چې شاوخوا شل زره کورنیو ته به اوبه ورسوي.
د یادې پروژې چارې د پيل پرمهال د کندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون رییس انجنیر جانان اغا وویل، د دې پروژې لګښت د ملګرو ملتونو اړوند له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ورکوي او په دوه پازه کې بشپړېږي.
ده زیاته کړه: «د دې پروژې د لومړي پاز په بشپړېدو سره به شل زره کورنیو ته پاکي اوبه ورسېږي او دغه راز په دویم پاز کې به هم د همدې ناحیې ۱۵ زره نورو کورنیو ته هم اوبه ورسول شي.»
هغه وویل، په کندهار کې لا هم لسګونه زره کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، خو دوی هڅه کوي چې تر راتلونکي دوبي د کندهار ښار ۹۰ سلنه اوسېدونکو ته پاکې اوبه ورسوي چې په دې اړه له بېلابېلو موسسو سره په اړیکه کې دي څو د هغوی همکاري جلب کړي.
د یادې پروژې یو کارکوونکی انجنیر محمد نعیم وايي، دوی هڅه کوي چې دا پروژه په ښه ډول پلې کړي څو د خلکو د اوبو ستونزه په دایمي ډول حل شي.
هغه زیاته کړه: «زموږ کوښښ دا دی چې پروژه په ښه ډول مخې ته ولاړه شي او له دې وروسته به یې دوهم پاز پیلېږي څو د ډېرو خلکو د اوبو ستونزه حل شي.»
د سیمې اوسېدونکي هم خوښ دي چې د پاکو اوبو رسولو لویه پروژه پیلېږي او د دوی ستونزه به ورسره حلېږي.
د کندهار ښار د نهمې ناحیې یوه اوسېدونکی ګل لالا وایي، په دغه ناحیه کې ډېرې کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، خو اوس چې دا پروژه پیلېږي، تمه لري د ډېرو خلکو ستونزې حل شي.
هغه زیاته کړه: «زموږ خو له ډېره وخته دا غوښتنه وه چې د پاکو اوبو شبکه راته جوړه شي، خدای دې دوی ته خیر ورکړي، موږ په دې کار ډېر خوشحاله یو.»
د همدې ناحیې یو بل اوسېدونکی سردار ولي هم وايي، په نهمه ناحیه کې د ښار تر ډېرو ناحیو نفوس زیات دی خو له خدماتو بې برخې دي.
د هغه په وینا، په دغه سیمه کې ډېر کسان اوبه په پيسو پېري او ډېر کم شمېر کسان د برمو اوبو ته لاسرسی لري.
ده وویل: «دلته اکثره خلک یو ټانکر اوبه په شپږ یا اته سوه افغانۍ رانیسي او خلک اکثره غریبان دي، د دې پيسو وس هم نه لري، نو په دې پروژې ډېر خوشحاله یو، خدای دې وکړي چې ټولو کورنیو ته اوبه ورسېږي.»
د کندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست مسوولین وایي، کندهار ښار ته له دهلې بند څخه د پاکو اوبو رسولو پروژې په اړه یې هم له مرکز سره خبرې کړې او هڅه کوي چې د دې پروژې سروې او بیا عملي چارې هم پيل شي، څو د کندهار ښاریانو د پاکو اوبو ستونزه په دایمي توګه حل شي.
د کندهار ښار د نهمې ناحيې ترڅنګ د دولسمې او ځینو نورو ناحیو اوسېدونکي هم د پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ دي او غوښتنه کوي چې د پاکو اوبو رسولو شبکې ورته جوړې شي.










