۴۰ میلیون نور ډالر کابل ته راورسېدل
د افغانستان مرکزي بانک وایي، د بشري مرستو په دوام نن د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو بله کڅوړه کابل ته را ورسېده.
د افغانستان مرکزي بانک وایي، د بشري مرستو په دوام نن د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو بله کڅوړه کابل ته را ورسېده.
په بامیان ولایت کې د لاسي صنایعو یو شمېر تولیدوونکي ادعا کوي چې د دغو صنایعو د پلور بازار کمرنګه شوی دی. په بامیان کې د لاسي صنايعو د تولید یوې ټولنې مسوولې زهرا کاظمي…
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسؤولین وایي، چين ته د ځمکې له لارې د څه باندې یو میلیونو او ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۷۵ ټنه جلغوزي صادر شول. د دغه وزارت د صادراتو…
د پکتیا سوداګرۍ خونه وایي، د مالیې او تعرفې لوړوالي او د خامو موادو کموالي له امله په دغه ولایت کې ډېر شمېر کوچنیو فابریکو خپل فعالیتونه درولي دي. دغه څرګندونې د پکتیا سوداګرۍ خونې…
شنونکي د افغانستان او هند ترمنځ د هوایي دهلېز بیا پرانیستل ښه او مهم ګام بولي او وایي، حکومت باید د ځان بسیاینې لپاره صادراتي سکټور پیاوړی کړي، له شته اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي او د نویو اقتصادي اړیکو لپاره هلې ځلې وکړي.
سیمهییزې سرچینې وايي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته په فاریاب ولایت کې د بېځایه شوو ماشومانو لپاره تر شپږم ټولګي یو ښوونځی جوړ شو او په جوزجان کې د غالۍ اوبدلو یوې کارخونې د جوړېدو چارې پیل شوې.
له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د بشري مرستو په لړ کې، نن ۴۰ میلیون نور امریکايي ډالر کابل ته را ورسېدل.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ۴۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۲ ټنه د جلغوزي مغز لومړنۍ جوپه له هرات ولایت څخه المان هېواد ته صادر شوې ده.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، په دغه ولايت کې د جلغوزیو حاصلات ډېر شوي؛ خو سوداګر بيا وايي، که د پروسس او راټولولو عصري وسايل او نړۍوال بازار ورته برابر نه شي…
د افغانستان مرکزي بانک وایي، د دغه بانک سرپرست د پاکستان له تجارتي اتشې سره د سوداګرۍ د پراختیا، اقتصادي ودې، مالي او بانکي اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.
ننګرهار کې د شوکاڼي د کاروباريانو ټولنه وايي، د ګمرکي تعرفې لوړوالي له امله د شوکاڼي پروسس شاوخوا ۳۰ فابريکې تړل شوې او زرګونه کسان وزګاره شوي دي.
په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله، د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر د ارزښت لوړېدو ترڅنګ، د قزاقي اوړو او روسي سرو زرو بیې هم لوړې شوې دي.
په هرات ولایت کې د «افغان لاجورد» په نوم د داخلي تولیداتو نندارتون تېره ورځ د دولتي چارواکو په شتوالي کې جوړ شو.
د موظفې کمېټې د پرېکړې له مخې، د کابل ښار په څلورو سیمو کې، د ډبرو سکاره ۴۰۰ زره ټنه ځای پر ځای کېږي، چې خلکو ته به یو ټن په ۹۰۰۰ افغانۍ ورکړل شي.
د اریانا افغان هوايي شرکت وايي، له ۱۳ کلن ځنډ وروسته یې یو ځل بیا د متحده عربي اماراتو «العین» ښار ته الوتنې پیل کړې.
بادغیس کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ګاز یو معدن موندل شوی دی.
د کابل ښار شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، په دغه سرای کې پاکستان ته د غیرقانوني لېږد په موخه پر پاکستانۍ کلدارو د ډالرو پېرل ډېر شوی؛ خو حکومت وايي چې پاکستان ته د…
د پکتيکا د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، په روان کال کې د دغه ولايت د برمل ولسوالۍ د انګور اډې له لارې د څه باندې ۱۳ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت خوراکي او غير خوراکي توکي پاکستان ته صادر شوي دي.
د افغانستان بانک وايي، تر یوې میاشتې پورې لس میلیارده افغانۍ چې ۳۸۰ میلیون بانک نوټونه دي او په پولنډ کې نوې چاپ شوې دي، هېواد ته را رسیږي.
په هرات کې ځينې ورېښمکارې ښځې دغه ولایت کې د ورېښمو چنجیو صنعت د تولید رکود ته اندېښمنې دي، زیاتوي چې په هېواد کې د ورېښمو د خرڅلاو بازار نشتوالی د ورېښمکارانو کار زیانمن کړی دی.
د افغانستان د رېلپټلۍ اداره وايي، په تېره تله میاشت کې د رېلپټلۍ له لارې نږدې ۴۰۰زره مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او نږدې ۴زره ټنه توکي له هېواده بهر صادر شوي دي.
د نیمروز اوسېدونکي په داسې حال کې د تېرو دوو میاشتو په پرتله د چرګ غوښې د بیې له ۲۰ سلنه لوړېدو شکایت کوي چې مسوولین په بازارونو کې د بیو د کنټرول لپاره د یوې کمیټې د جوړېدو خبر ورکوي.
په کابل کې د تېر یوه کال په پرتله په منځنۍ کچه د ډبرو سکرو بیې ۳۹ سلنه او د تېلو ۳۲ سلنه لوړې شوې، خو د اوبلن ګاز بیه ۲۹ سلنه او د سون…
په جوزجان کې د ترکمنانو د یوازینۍ راډیو مسوولین له اقتصادي ستونزو سر ټکوي او وايي، که مالي ملاتړ یې ونه شي، نو دغه راډیو به سقوط شي؛ خو د دغه ولایت د اطلاعاتو او…