ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې د لاسي صنایعو تولیدوونکي د بازار له کمرنګه کېدو شکایت کوي

بامیان کې د لاسي صنایعو تولیدوونکي د بازار له کمرنګه کېدو شکایت کوي

author avatar
1 Nov 2022 - 19:12
بامیان کې د لاسي صنایعو تولیدوونکي د بازار له کمرنګه کېدو شکایت کوي
author avatar
1 Nov 2022 - 19:12

بامیان (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۱): په بامیان ولایت کې د لاسي صنایعو یو شمېر تولیدوونکي ادعا کوي چې د دغو صنایعو د پلور بازار کمرنګه شوی دی.

په بامیان کې د لاسي صنايعو د تولید یوې ټولنې مسوولې زهرا کاظمي پژواک ته وويل، لاسي صنايع د دغه ولايت يو له مهمو او په زړه‌پورې فرهنګي صنایعو ګڼل کېږي چې په وروستيو کلونو کې يې ښه وده کړې وه.

د هغې په ​​وينا، د لاسي صنايعو د توليد او پلور په ډېرېدو سره سلګونه مېرمنې پر کار  بوختې وې او په مسقیم او غیر مستقیمه توګه یې له دې لارې پیسې ترلاسه کولې.

هغه ادعا کوي چې په دې وروستيو کې یې د محصولاتو د پېر او پلور بازار پیکه شوی دی.

د لاسي صنایعو یوه بله پلورونکې فاطمه چې په بامیان ښار کې د دغو توکو پر پېر او پلور بوخته ده، هم په دې اړه وايي چې د تېرو مياشتو په پرتله د لاسي صنايعو د توليد او پلور کچه راټيټه شوې ده.

هغې وويل: «تېر کال مو په منځنۍ توګه د میاشتني پلور کچه له ٢٥ تر ٣٠زره افغانیو وه، خو په اوسنیو شرایطو کې د مياشتې ١٥زره افغانۍ پلور هم نه لرو.»

هغې زياته کړه، که همکار بنسټونه او اړوند مسوولين په دې اړه پاملرنه ونه کړي، ښايي سيمه‌ييز توليدات او فرهنګي شته په تدريجي ډول له منځه ولاړ او هېر کړل شي.

د باميان ولايت د صنعت او سوداګرۍ امر نعيم رضايي هم دغه خبره تاييدوي او زياتوي چې په دغه ولايت کې د لاسي صنايعو څه باندې ۳۵ ټولنې ثبت شوې دي.

هغه زياته کړه، د مرکز او ولسواليو په کچه په هره ټولنه کې له ٣٠ تر ٤٠ پورې ښځې د دغه صنعت پر توليد او پلور بوختې دي.

نوموړي د لاسي صنايعو د بازار خرابوالي اصلي لامل د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو نه‌شتون بللی دی.

نوموړي وویل، د سیمه‌ییزو تولیداتو او لاسي صنایعو ډېری مینه‌وال د نورو ولایتونو اوسېدونکي او بهرنیان وو، خو زياته يې کړه چې د هوا په سړېدو سره دغه ولايت ته د سيلانيانو راتګ کم‌رنګه شوی او دغه وضعيت د لاسي صنایعو پر بازار هم اغېز کړ دی.

هغه ژمنه کوي چې د لاسي صنايعو بازار د ښه‌والي لپاره به له نورو همکارو بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.