منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۳ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: ښه
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

پاکستان له یوه کانټینره بل ته د افغانستان د سوداګریزو توکو لېږد ته اجازه ورکړه

د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې د دغه هېواد په بندرونو کې له یوه کانټینر څخه بل کانټینر ته د افغانستان د سوداګريزو مالونو د لېږد اجازه ورکړه چې ورسره به افغان سوداګرو ته اسانتیا رامنځته شي.

شنونکي: د نوو بانک‌نوټونو چاپ د افغانۍ ارزښت ته زیان نه رسوي

د اقتصادي چارو ځیني شنونکي وايي، هېواد ته د افغانۍ نویو بانک‌‌نوټونو په راوړلو سره به د زړو افغانیو «ناکاره حالت» سم شي او نوي بانک‌نوټونه به د توکو پر بیو او د افغانۍ پر ارزښت ځکه منفي اغېز ونه لري چې د زړو بانکنوټونو په بدل کې بازار ته وړاندې کېږي.

غړي

له کندهاره د انارو د صادراتو پیل؛ ۴۷ زره ټنه انار پاکستان او هند ته صادر شوي

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، له نږدې یوې میاشتې راهیسې له کندهاره بهر د انارو صادرات پيل شوي او تر دې مهاله د څه باندې ۲۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت له ۴۷زره ټنه ډېر انار پاکستان او هند ته صادر شوي دي.

غړي

کابل ښار کې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د قزاقي اوړو بیه لوړه شوې ده

په کابل ښار کې نن د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت له څو ورځو تنزیل وروسته یو ځل بیا لوړ شوی، په ورته وخت کې د قزاقي اوړو بیه هم د تېرې شنبې په پرتله لوړوالی ښيي او د نورو اړینو لومړنیو توکو بیې نږدې پر خپل ځای پاتې دي.

نور راپورونه